ورځپانو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83578-ورځپانو_ته_کتنه
د تهران راډیو د پښتو خپرونې داینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکوښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 23, 2019 08:18 Asia/Kabul
  • د فلسطین موضوع به په پریکنده توګه د فلسطین دخلکو او داسلامي دنیا په ګټه پاې ته ورسیږي .
    د فلسطین موضوع به په پریکنده توګه د فلسطین دخلکو او داسلامي دنیا په ګټه پاې ته ورسیږي .

د تهران راډیو د پښتو خپرونې داینټرنیټ پاڼې عزتمنو لوستونکوښې چارې اوس به ورځپاڼو ته دکتنې پروګرام درته وړاندې کړو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه وګورو .

کیهان ورځپاڼې په خپل لومړی مخ د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس له یوه(۱) لوړرتبه پلاوی سره د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای عکس خپور کړی دی او لیکلی یې دی د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دغه کتنې کښې د فلسطین مسله د اسلامی نړۍ لومړۍ او ترټولو مهمه مسله وبلله او زیاته یې کړه د فلسطین خلک نن سبا د کاڼو پرځاې د نښې مینځ په ویشتونکو توغندیو سمبال دی .

صهیونیسټ رژیم د بشری حقوقو د دفاع د همیشنیو مدعیانو د سترګو په وړاندې د فلسطین دخلکو د کورونو د ورانولو ترټولو ستر عملیات پیل کړی دی او ددغه کار هدف د ټول قدس یهودی کول دی .

د ایران داستخباراتو دوزارت د جاسوسۍ ضد دادارې مشر د امریکا د جاسوسۍ ادارې سی ایی ای (CIA ) د  اولسو (۱۷) روزل شویو جاسوسانو د پیژندلو خبر ورکړ او ویې ویل ددغو جاسوسانو د نیولو حکم ورکړل شوی دی او ځینې یې اعدام کیږی .

دامریکا وال سټریټ جورنال ورځپاڼې وویل چین په کامبوډیا کښې له یوې(۱) سمندری اډې د استفادې د انصاری حق د ترلاسه کولو لپاره ددغه هیواد له چارواکو سره پټه موافقه لاسلیک کړی ده .

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسیس  د سوریې ولسمشر بشار اسد ته د یوه(۱) لیک په استولو سره ځان ددغه هیواد دخلکو په کړاو او درد کښې شریک وباله او یادونه یې وکړه چې واټیکان په سوریې کښې د سولې او دثبات د ټینګیدا غوښتونکی دی .

د امریکا د ولسمشرۍ د ۲۰۱۶ میلادی کال په انتخاباتو کښې  د روسیې د لاسوهنې په هکله د تحقیق ځانګړی پلټونکی وویل په دغو ټاکنو کښې د ولسمشر ټرمپ د جدی خلاف ورزیو ډیر مهم ثبوتونه شته چې دوباره دهغه د استیضاح کیدا بهیر له سره پیلولی شی .

د یمن انصار الله ولسی غورځنګ د عربستان د واکمن رژیم د اقداماتو په دلیل په دغه هیواد کښې د غمیزې د رامینځته کیدا په اړه  دخبرداری په ترڅ کښې د عربستان خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د چارواکو د بدلولو لپاره هڅه وکړی .

شمالی  کوریا د جاپان او د جنوبی کوریا ترمینځ په روانو شخړو کښې د جنوبی کوریا پلویتوب وکړ او جاپان یې په کوریا ټاپووزمې  کښې دسولې دبهیر په له مینځه وړلو او تاوتریخوالی ته په لمن وهلو تورن کړ.

بلومبرګ خبری سایټ دامریکا د هغو ښاریزو چې په امریکایی توب افتخار کوی ډیر کم شوی .

د انګلستان ډیلی میل ورځپاڼې ولیکل بریتانیا سخا پیسې د سروزرو په ویزو (Visa)سره واردوی .

د صهیونیسټ رژیم رسنیو وویل د لبنان حزب الله او دیمن انصار الله غورځنګونو د تل ابیب کړکیچ ځپلی رژیم له یوې (۱)امنیتی او ستراتیژیکې شخړې سره مخ کړی دی .

اوس به دتهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ولولو .

دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ له لوړرتبه پلاوی سره په کتنې کښې فلسطین د اسلامی دنیا لومړۍ او ترټولو مهمه پیښه وبلله  او زیاته یې کړه د فلسطین موضوع به په پریکنده توګه د فلسطین دخلکو او داسلامی دنیا په ګټه پاې ته ورسیږی .

دیمن انصار الله ولسی غورځنګ په اوو(۷) بلاسټیک توغندیو  سره د سعودی عربستان د عسکرو په دریځونو بریدونه وکړل .

د عراق حکومت وویل په امرلی سیمه کښې د الحشد العشبی ځواک په مرکز هیڅ حمله نه ده شوی .

امریکا له اټومی پروګرام د لاس اخیستلو لپاره د شمالی کوریا تر دباو لاندې د راوستلو په لړ کښې دشمالی کوریا نوم د ترهګرو دملاتړو هیوادونو په فهرست کښې وروست .

د اسرائیلو د نیواکګر رژیم بولډوزرونو ددغه رژیم د پوځیانو په ملاتړ سره د قدس په جنوب کښې په «وادی الحمص» سیمه کښې د فلسطین دخلکو څه دپاسه اویا(۷۰)  کورونو ړنګول پیل کړل .

داټومی انرژۍ دنړیوال اژانس مشر یوکیا امانو مړ شو .

یوکیا امانو پینځه (۵) ورځې مخکې مړ شوی خو د مړینه یې پرون اعلان شوه .

رای الیوم ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امنیت د تامینولو په پلمه د فارس خلیج له عربو هیوادونو پیسې ترلاسه کوی .

د پاکستان او دهندوستان دعسکرو ترمینځ د کشمیر په کنټرول کرښې کښې نښته وشوه  او یو شمیر کسان پکښې ژوبل شول .

د سوریې عسکرو د ادلب په جنوب کښې د ترهګرو سختې حملې په شا وتمبولې او هغوې ته یې سخت تاوانونه ورسول .

د امریکا د ولسی جرګې کانګرس د قضایی کمیټۍ مشر وویل  د۲۰۱۶ میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د روسیې د لاسوهنې د ځانګړی راپورټر رابرټ مولرد راپور پراس ولسمشر ډونالډ ټرمپ مجرم دی .

دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل امریکا اقتصادی ټروریسټه ده  او تهران له ترهګرو سره خبرې نه کوی .

اوس به د تهران همشهری ورځپاڼه  ولولو.

د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د فلسطین له پلاوی سره په کتنې کښې وویل د فلسطین موضوع به په پریکنده توګه د فلسطین د خلکو او داسلامی نړۍ په ګټه پاې ته ورسیږی .

دایران د ولسمشر لومړی مرستیال اسحاق جهانګیری وویل دایران ملت په پریکنده توګه  د زوروینې په وړاندې دریږی .

د سعودی عربستان یوه(۱) شاهزاده نظام بن خالد ال سعود د هیواد د اوسنی حالت په خاطر په علماو او دحکومتی چارواکو نیوکه وکړه او ویې ویل لیرې نه ښکاری چې زر په عربستان کښې د شرابو څښل حلال اعلان شی .

د انګلستان خارجه وزیر جیرمی هنټ په هرمز اوبلارې  کښې د لندن د تیلو دیوې(۱) کشتۍ نیول کیدا ته په غبرګون کښې وویل د اروپا د سمندری ټرانسپورټ یوه(۱) ډله په فارس خلیج کښې د تجارتی کشتیو د ساتنې ماموریت پرغاړه اخلی .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا وکړه واشنګټن په څو ورځو کښې افغانستان د ځمکې له نقشې ختمولای شی خو ما فیصله وکړه چې د امریکا عسکر له شلو(۲۰) کلونو جنګیدا وروسته له دغه هیواد څخه وباسم.

 دانګلستان اینډی پینډینډینټ ورځپاڼې ولیکل دامریکا ولسمشر ټرمپ خپل ملی امنیت سلاکار جان بولټن د جنګ غوښتنې په خاطر د حکومتی چارواکو په وړاندې مسخره کوی .

د جاپان لومړی وزیر شینزو ابې وویل له ایران سره د  تاوتریخوالی دکمولو لپاره هرډول هڅه کوو.

د عمان خارجه وزیر یوسف بن علوی په راتلونکی شنبې ورځ تهران ته راځی چې دایران له چارواکو سره د سیمې د وروستیو بدلونونو په هکله خبرې وکړی .