دعدالت غواړو ملتونو اراده به بریالۍ شی
-
د ایران داسلامي انقلاب ستر لارښود په ډیرو دریځونو کښې د بحرین د ال خلیفه رژيم جنایتونو ته اشاره کړي ده او هغه یې غندلي وو .
زمونږ خبریال وایی د بحرین د ال خلیفه رژیم لخوا د دوو(۲) ځوانانو له شهیدولو وروسته داسلامی انقلاب د ستر لارښود د حفظ او دنشر دفتر د اطلاعاتو مرکز د عربی ژبې ټویټر اینټرنیټ پاڼې د دغه جنایت په هکله د حضرت ایت الله العظمی خامنه ای دریځ خپور کړ .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود ددغه پیښې په اړه وویل ظلم او زور به پایداره پاتې نشی او د عدالت غواړو ملتونو اراده او هوډ به بالاخره بریالی شی .
د بحرین ال خلیفه رژیم په حکومت د اعتراض کونکو کسانو د ځپلو په دوام کښې په تیرې شنبې ورځ د څلورویشت (۲۴) کلن احمد الملالی او د پینځویشت (۲۵) کلن علی العرب په نومونو سره دوه (۲) ځوانان له سخت شکنجه کولو وروسته اعدام کړل .
د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای له دې مخکې هم په ډیرو دریځونو کښې د بحرین د ال خلیفه رژیم جنایتونو ته اشاره کړی ده او هغه یې غندلی وو .