پاکستان دافغانستان د سولې لپاره اسانتیا برابروی
-
قطر کښې دامریکا او دطالبانو د استازیو ترمینځ د خبرواترو اوو(۷) پړاونوتراوسه د افغانستان دخلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .
زمونږ خبریال وایی دباکستان لومړی وزیر یوځل بیا په افغانستان کښې د سولې او دپخلاینې په بهیر کښې د اسانتیا د رامینځته کولو لپاره د اسلام اباد په ژمنې ټینګار وکړ .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په اسلام اباد کښې د افغانستان په چارو کښې د امریکا له استازی زلمی خلیل زاد سره په خبرو کښې ټینګار وکړ ارامه ، پایداره او سوله لرونکی افغانستان له ټولو زیات د پاکستان او د درستې سیمې په ګټه دی .
عمران خان وویل پاکستان د افغانستان د کړکیچ د هواری لپاره له کابل او دسیمې له هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار دی .
دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی هم پرون د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره په کتنې کښې ټینګار وکړ په افغانستان کښې د سولې د بهیر پرمختګ ډله ایزه اراده غواړی .
هغه وویل دافغانستان دټولو ډلو په ګډون سره دسولې خبرې اترې په دغه هیوا کښې سولې او ثبات ته درسیدا لپاره اصلی لاره چاره ده .
په قطر کښې دامریکا او دطالبانو د استازیو ترمینځ د خبرواترو اوو(۷) پړاونوتراوسه د افغانستان دخلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .