پاکستان دافغانستان د سولې لپاره اسانتیا برابروی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83780-پاکستان_دافغانستان_د_سولې_لپاره_اسانتیا_برابروی
زمونږ خبریال وایی دباکستان لومړی وزیر یوځل بیا په افغانستان کښې د سولې او دپخلاینې په بهیر کښې د اسانتیا د رامینځته کولو لپاره د اسلام اباد په ژمنې ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2019 07:44 Asia/Kabul
  • قطر کښې دامریکا او دطالبانو د استازیو ترمینځ د خبرواترو اوو(۷) پړاونوتراوسه د افغانستان دخلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .
    قطر کښې دامریکا او دطالبانو د استازیو ترمینځ د خبرواترو اوو(۷) پړاونوتراوسه د افغانستان دخلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .

زمونږ خبریال وایی دباکستان لومړی وزیر یوځل بیا په افغانستان کښې د سولې او دپخلاینې په بهیر کښې د اسانتیا د رامینځته کولو لپاره د اسلام اباد په ژمنې ټینګار وکړ .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په اسلام اباد کښې د افغانستان په چارو کښې د امریکا له استازی زلمی خلیل زاد سره په خبرو کښې ټینګار وکړ ارامه ، پایداره  او سوله لرونکی افغانستان له ټولو زیات د پاکستان او د درستې  سیمې په ګټه دی .

عمران خان وویل پاکستان د افغانستان د کړکیچ د هواری لپاره له کابل او دسیمې له هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار دی .

دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی هم پرون د امریکا له ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد سره په کتنې کښې ټینګار وکړ په افغانستان کښې د سولې د بهیر پرمختګ ډله ایزه اراده غواړی .

هغه وویل دافغانستان دټولو ډلو په ګډون سره دسولې خبرې اترې په دغه هیوا کښې سولې او ثبات ته درسیدا لپاره اصلی لاره چاره ده .

په قطر کښې دامریکا او دطالبانو د استازیو ترمینځ د خبرواترو اوو(۷) پړاونوتراوسه د افغانستان دخلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلی .