امريکې ته د ظريف د «نه ويلو» قيمت بائيکاټ
د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف په يو اخباري ناسته کښې نيويارک ته د تېرې مياشتې خپل سفر ته په اشارې سره وويل: «په دې سفر کښې ما ته وويل شول چې په دوو هفتو کښې به بائيکاټ شې، مګر دا چې د امريکې له ولسمشر سره د کتنې وړانديز ومنم.»
ظريف په دغه اخباري کانفرنس کښې چې پرون ترسره شو، د دې په بيانولو سره چې امريکايان د بيان د ازادۍ د ادعا باوجود ورباندې اعتقاد نه لري زياته کړه: خبرې اترې او ډېپلومېسي هيڅکله نه ختميږي او خپل فعاليت ته به دوام ورکړم.
د امريکې د خزانې وزارت د دغه هېواد له منطق نه د لرې او غېر عاقلانه اقداماتو په دوام کښې د روانې اګست مياشتې په وړومبۍ نېټه د ايران د خارجه وزير نوم د خپلو بائيکاټ شويو په کسانو په لېسټ کښې شامل کړ.
ډونالډ ټرمپ له هغه وخت نه چې د امريکې د ولسمشر په توګه سپينې ماڼۍ ته داخل شوےدے په ځلونو د نړيوالو قوانينو او مقرراتو تر پښو لاندې کولو او د برجام په شمول له څو معاهدو نه په وتلو سره نړيواله ټولنه حېرانه کړې ده.
ظريف د امريکې د ماهيت او د هغې لخوا د هغۀ د بائيکاټ د علت په څرګندولو سره په حقيقت کښې د امريکې يو مشکل بيان کړےدے. د ظريف څرګندونې يو داسې ټکي ته اشاره لري چې د عمومي افکارو لپاره هغه شناخت ته په پام سره چې د ټرمپ له چلند څخه يې ترلاسه کړے دے شايد دومره ناڅاپه هم نه و ي، خو په يقيني توګه د امريکې دغه چلند د نړيوالې ټولنې د خواښينۍ سبب شوے دے.
د امريکې حکومت له نړيوالو ادارو او معاهدو څخه په وتلو، د ملتو په توهين او سپکاوي او د سيمې عرب شېخان د شېدو ورکونکې غوا په شان بللو او د فرانسې د ولسمشر امانوئل مېکرون په احق بللو سره کوشش کوي نړۍ ته دا پېغام ورکړي چې امريکه په نورو هېوادونو خپله سلطه تپلې شي. خو ظريف د ايران د ډېپلومېسي ادارې د مسئول په توګه او په سياسي حقيقت پسندۍ سره د امريکې حقيقي ماهيت او تناقضات نړيوالو ته په ډاګه کړي.
ظريف په خپلو پرونيو خبرو کښې هم په دې باندې په تاکيد سره چې د سلطې، ابرقدرتۍ، زورورۍ او بدمعاشۍ د خبرو زمانه تېره شوې ده واضحه کړه: امريکه حتی په هغو برخو کښې چې د نورو لپاره د يو ابرقدرت رول لري، نه شي کولې ائتلاف جوړ کړي او هېوادونه پرله پسې شرم محسوسوي چې د امريکې ترڅنګه هېوادونو په لېسټ کښې راشي.
محمد جواد ظريف د فارس خليج د ملګرتيا د شورا د پراختيا او د ايران،عراق او د دغې شورا د دريو غړيو ترمېنځ د خبرو اترو په لازموالي باندې په تاکيد سره د سيمه ايزو خبرو اترو د يوې ټولنې د جوړولو او په نورو باندې د تيري نه کولو د تړون لاسليکول ضروري وبلل او د خبرو اترو د شروع کولو په لا زموالي يې تاکيد وکړ.
ظريف په نيويارک کښې له امريکائي رسنيو سره په خپلو مرکو کښې د بي ټيم جنګ غوښتې ته اشاره کړې او ويلي يې وو: بي ټيم يعني بولټن ، بن زايد، بن سلمان او بنيامين نتن ياهو غواړي چې امريکه له ايران سره جنګ ته راکاږي.
په نېټو کښې د امريکې مخکښينيي سفير رابرټ هېنټر په لوبلاګ سائيټ کښې په يوه ليکنه کښې ليکي: د يو سيال يا حتی د يو دښمن هېواد د يو لوړ رتبه ډېپلومېټ بائيکاټول ډېره غېرمعمولي چاره ده او د ټولو رائجو ډېپلومېټکو اصولو بنيادي خلاف ورزي ده.
د ټرمپ صلاحکارانو او مرستيالانو هيله لرله چې د ايران ډېپلوميسي د امريکه د ګواښونو تر رعب لاندې راشي خو دغه چاره د امريکې لپاره په يو نه لاسته راتلونکې آرزو بدله شوې ده.
محمد جواد په اېنسټاګرام کښې په خپله ذاتي صفحه کښې د يو پوسټ په خپرولو سره وليکل، د ايران له زړۀ ور ولس څخه د دفاع په جرم زما بائيکاټېدل زما لپاره يو ډېر لوے وياړ دے.»