ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i83896-ورځپاڼو_ته_د_کتنې_پروګرام
د تهران راډیو ګرانو اوریدونکوښې چارې اوس ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام درته وړاندې کوو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2019 08:06 Asia/Kabul
  • ولسمشر ټرمپ په تیرو اوو(۷)ورځو کښې شپږپنځوس (۵۶)ځله دروغ ویلي دي .
    ولسمشر ټرمپ په تیرو اوو(۷)ورځو کښې شپږپنځوس (۵۶)ځله دروغ ویلي دي .

د تهران راډیو ګرانو اوریدونکوښې چارې اوس ورځپاڼو ته د کتنې پروګرام درته وړاندې کوو هیله ده چې د لوستلو فرصت یې ولرئ .

نن به لومړۍ دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه ولولو .

دې ورځپاڼې په خپل لومړی مخ دایران د ځوانانو د ملی ټیم له غړو او  په نړیوالو اولمپیادونو کښې  له  میډال ګټونکو سره د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای عکس خپور کړی او دهغه له قوله یې لیکلی دی مشکلات باید ځوانان له هڅې منع نکړی او ناهیلۍ زهر دی .

هغه حضرت وفرمائیل ځوانان بایدخپل اصلی هدف د پوهې او دټیکنالوژۍ سرحدونو ته رسیدل او ددغو سرحدونو مخ ته بیلول وګرځوی .

د عراق د ایزدی قوم مشرانو وویل داعش ډلې زمونږ ښځې او ماشومان د سعودی عربستان او دمتحده عربی اماراتو په شیخانو خرڅول .

دامریکا سی این این ټیلی ویژن راپور ورکړ چې ولسمشر ټرمپ په تیرو اوو(۷)ورځو کښې شپږپنځوس (۵۶)ځله دروغ ویلی دی .

د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر ته زیات حکومتی عسکر استول شوی او دنوی ډیلی حکومت هلته دپوځی حکومت په اعلانولو سره په رسمی ډول د مسلمانانو ځپل پیل کړی دی .

د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د پولیسو مرکز ته نږدې په یوې (۱) زوروې بم چاودنې کښې اتلس(۱۸) کسان وژل شوی او سل(۱۰۰) نورژوبل شوی هم دی .

دامریکا دفاع وزارت پینټاګان د سعودی عربستان د ال سعود رژیم د نسکوریدا دمخه دنیولو لپاره د پوځی متخصصانو یوه(۱) ډله ریاض ته استولی ده .

دامریکا وال سټریټ مجلې راپور ورکړ دیمن په جنګ کښې د سعودی عربستان دائتلاف له ماتی وروسته دیمن له انصار الله غورځنګ سره د نیغ په نیغه خبرو لپاره د عربستان لخوا جدی هڅې پیل شوی دی .

د وینزویلا ولسمشر نیکولس مادوروپه یوې(۱) ټیلی ویژنی مرکې کښې وویل مونږ داسې پاخه سندونه لرو چې دامریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملی امنیت سلاکار جان بولټن په شخصی ډول په تیر هجری لمریز کال کښې زما د وژلو په پیښه کښې لاس درلود .

دچین حکومت په اسیا او اوقیانوسیې کښې د امریکا دمینځ وایټنه توغندیو دیره کولوته سخت غبرګون وښود په دې ډول چې ځینې راپورونه وای چین د خپلو توغندیو د موډرن کولو کار چټک کړی دی .

ځینې ایشوا شوی سندونه وایی د سعودی عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په دې خاطر چې د خبریال جمال خاشقجی د وژلې دوسیه دامریکا د ولسمشرۍ دانتخاباتو د مناظرو په اصلی موضوع بدله شی او په ده دباونه زیات شی نیت لری د امریکا د راتلونکی میلادی کال د ولسمشرۍ له انتخاباتومخکې  دخاشقجی دوسیه بنده کړی .

دایران دقضایی قوې مشر ایت الله سید ابراهیم رئیسی وویل نن سبا د بشری حقوقو ادعا کونکی هیوادونه د انسانانو د حقوقو ترټولو ستر ضایع کونکی دی .

دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل مونږ  هیڅکله امنیت په پیسو نه اخلو او هیڅکله امنیت په پیسو نه خرڅوو ځکه چې  خپل امنیت ، پرمختګ او روا والی له خلکو اخلو.

اوس به دتهران چاپ همشهری ورځپاڼه ولولو .

دې ورځپاڼې هم په خپل لومړی مخ د ایران له ځوانانو سره داسلامی انقلاب د ستر عکس په خپرولو سره دهغه په قول لیکلی دی دپوهې او دټیکنالوژۍ سرحدونه مخ ته یوسئ .

وینزویلا او یورو ګوا هیوادونو په امریکا کښې له مرګونو ډزو وروسته خپلو ښاریزو ته خبرداری ورکړی دی چې دغه هیواد ته له سفر کولو ډډه وکړی .

مونیکی لوینسکی چې دامریکا له پخوانی ولسمشر بیل کلینټن سره یې جنسی اړیکې لرلی وې د بیل کلینټن د استیضاح په نوم د فیلم پروډیوسری کوی چې د امریکا د ۲۰۲۰ میلادی کال د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې به نندرې ته وړاندې شی .

دامریکا دفاع وزارت پینټاګان د سعودی عربستان دال سعود رژیم دنسکوریدا دمخه دنیولو لپاره یو ټیم ریاض ته استولی دی .

په افغانستان کښې د لوې اختر په مناسبت څلور(۴) ورځې رسمی  چټیانې اعلان شوی دی .

یوه وسله وال کس د عراق د پلازمینې بغداد په یوې سیمې کښې په ډزو کښې دولس(۱۲) کسان ووژل .

دافغانستان طالبانو وویل چې په کابل کښې په حکومتی عسکرو بریدونه کوی.

د افغانستان دملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله په کابل کښې بم چاودنې ته په غبرګون کښې په حکومتی عسکرو غږ وکړ چې طالبان وځپی .

دبریتانیا پخوانی لومړی وزیر جیک سټرا(JackStraw) وویل ایران به تسلیم نشی .

هغه زیاته کړه په سیمه کښې د اوسنیو تاوتریخوالو مسول دامریکا  ولسمشر ټرمپ دی .

دامریکا پخوانی ولسمشر باراک اوباما په خپل هیواد کښې وروستیو مرګونو ډزو ته په غبرګون کښې د اوسنی ولسمشر ټرمپ نوم ته له اشارې پرته په خلکو غږ وکړ چې دهغه د توکمپالو څرګندونو پرضد دریځ غوره کړی .

دپاکستان دپوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا د کشمیر د کورواکۍ د لغوه کولو په ارتباط دهندوستان اقدام ته په غبرګون کښې وویل د پاکستان عسکر به د کشمیر دخلکو د حقوقو د دفاع لپاره سستی ونکړی او هرځاې به مخ ته لاړ شی .

رای الیوم عربۍ ورځپاڼې ولیکل دیمن په جنګ کښې د متحده عربی اماراتو وروستی دریځ او له عربی ائتلاف څخه د ابوظهبۍ شاتګ ددې ښودنه کوی چې دغه ائتلاف د خپلو هدفونو په تحقق کښې ماتی خوړلی ده او انصار الله توانیدلی دی په دغه جنګ کښې لومړۍ خبره وکړی .

اوس به د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه وګورو .

دتهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې هم په خپل لومړی مخ د ایران داسلامی انقلاب له ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای سره د هیواد د ځوانانو د ملی ټیم دغړیو او په نړیوالو علمی اولمپیادونو  کښې له میډال ګټونکو سره په کتنې کښې دهغه حضرت څرګندونو ته انعکاس ورکړی دی او لیکلی یې دی ځوانان باید د پوهې او د ټیکنالوژۍ سرحدونه مخ ته بوځی .

دامریکا فارن پالیسی مجلې په یوه(۱) راپور کښې د ایران پرضد د ولسمشر ټرمپ د جنګی اختیاراتو د محدود کولو په لړ کښې دیوې(۱) لایحې د تصویبولو لپاره د ډیموکراټ او دریپبلیکن ګوندونو د یوشمیر غړو د هڅې خبر ورکړ .

وال سټریټ جورنال ورځپاڼې وویل سعودی عربستان دیمن له انصار الله غورځنګ سره دنیغ په نیغه خبرو اترو غوښتونکی دی .

د تیونس د النهضه اسلامپاله ګوند دمشر مرستیال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید شو .

د عراق العشد الشعبی ځواک د داعش پرضد بریالیتوب د ارادې په نوم د ترهګرۍ ضد د عملیاتو دریم (۳) پړاو په بریالیتوب سره پاې ته ورسوه .

طالبانو په کابل کښې په یوه(۱) ګاډی کښې په بم چاودنې سره پینځویشت(۲۵) کسان وژلی او یوسل پینځه څلویښت(۱۴۵) نور یې ژوبل کړی دی .

دهندوستان د حکومت لخوا په کشمیر کښې د کورواکۍ له ختمولو او دپوځی حکومت له ټینګولو وروسته نښتې شوی او پکښې یو (۱)کس وژل شو او شپږ(۶)نور ژوبل شوی .

د سوریې عسکرو په هیواد کښې په پوځی عملیاتو کښې پینځه څلویښت (۴۵) ټروریسټان هلاک کړی دی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وویل دهند او دپاکستان ترمینځ د جنګ رامینځته کیدل به ټوله نړۍ تراغیز لاندې ورولی .

د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون وویل ددغه هیواد وروستۍ توغندوی ازموینه امریکا او جنوبی کوریا ته خبرداری وو.

ګڼ شمیر  لوېدیځو رسنیو په کابل کې د چهارشنبې د ورځې د برید په اړه مقالې لیکلی دی.

نیویارک ټایمز امریکایی ورځپاڼې لیکلی، د کابل ښاریان داسې وخت د یوې موټربم چاودنې هدف ګرځېدلی چې ملګرو ملتونو د ملکیانو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، د چهارشنبې د ورځې د برید په نتیجه کې ۱۴ کسان وژل شوی او ۱۴۵ نور ټپیان دی.

دا برید په کابل کې د پولیسو په شپږمه امنیتی حوزه شوی، خو اکثره مرګ ژوبله یې ملکیانو ته اوښتې ده.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په لیکنه، کابل له یوې سختې شپې وروسته سهار په مرګونې چاودنې پیل کړ.

د ملی امنیت ادارې ویلی، په کابل کې د دغه موټربم برید په مخکنۍ شپه یې په ۱۵مه او اتمه ناحیه او بګرامۍ ولسوالۍ کې د داعش دوه هغه غړی وژلی چې په کابل یې انتحاری برید پلانوه.

واشنګټن پُسټ ورځپاڼې لیکلی چې د راتلونکې میاشتې د انتخاباتو په درشل کې یو وار بیا په ټول افغانستان کې امنیتی پېښې زیاتې شوی او خلک یې اندېښمن کړی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتی مرستیال جنرال خوشال سعادت د چهارشنبې ورځې تر چاودنې وروسته په یوه خبری غونډه کې وویل، طالبان د دې لپاره چې خلک د نظام پر ضد وپاروی، په ګڼ مېشتو سیمو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د واشنګتن پُسټ په لیکنه، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د جمهوری ریاست د کاندیدانو د ټاکنیزو سیالیو په درشل کې د چهارشنبې برید د کابل د امنیتی وضعیت په اړه پوښتنې پیدا کړی.

ورځپاڼې د طالبانو د سې شنبې ورځې ګواښ ته هم اشاره کړې چې خلک یې له انتخاباتو منعه کړی، څو زیان ور ونه رسېږی.

د واشنګتن پُسټ د مقالې په دوام کې راغلی، ولسمشر اشرف غنی داسې وخت د چهارشنبې برید غندلی چې د هغه اداره د بریدونو په مخنیوی کې د پاتې راتلو په خاطر له کلکو انتقادونو سره مخ ده.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه مقاله کې لیکلی چې د هندی کشمیر د ځانګړی حیثیت لرې کېدل د افغانستان د سولې په هڅو سیوری غوړوی.

د هندوستان حکومت همدا اوونۍ د کشمیر کورواکی ختمه او ځانګړی حیثیت یې ترې واخیست.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په مقاله کې راغلی چې د لانجمن کشمیر د ځانګړی حیثیت لرې کول له طالبانو سره د سولې یوه تړون ته د رسېدو په برخه کې د امریکا هڅې له ستونزو سره مخ کوی.

پاکستان چې امریکا ترې تمه لری چې د افغان سولې په پروسه کې حیاتی رول ولوبوی، د هند له خوا د کشمیر د ځانګړی حیثیت په ور ختمولو تُند غبرګون ښودلی دی.

وال سټریټ لیکلی، په همدې اوونۍ کې د پاکستان د ملی امنیت شورا د هندی کشمیر د وروستۍ لانجې او د افغانستان د سولې د هڅو تړاو تر بحث لاندې ونیوه.

د پاکستان د ملی امنیت شورا تر غونډې وروسته ویلی چې دوی د هند له خوا په یوه داسې حساس وخت کې چې پاکستان او نړیواله ټولنه د افغان کړکېچ په هواری متمرکز دی، وروستۍ پرېکړه په کلکه غندی.

وال سټریټ ژورنال لیکلی، هند د کشمیر په اړه دا ګام وروسته له هغه واخیست چې ولسمشر ډونالد ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په کتنه کې هغه ته وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په مسئله کې منځګړیتوب ته چمتو دی.

یو شمېر پاکستانی چارواکو له دې مخکې ټینګار کړی چې تر هغو چې د کشمیر لانجه نه وی هواره شوی، د افغانستان لانجه نه شی هوارېدلی.

پاکستان تورن دی چې له هند سره په پوله او دې خوا په افغانستان کې وسله والې ډلې تمویلوی او په دواړو سیمو کې ناامنیو ته لمن وهی.

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په دې مقاله کې د جنوبی اسیا د مطالعاتو د یوه سنګاپور مېشتی انسټیټیوټ د مشر راجا موهن په حواله لیکلی، هند له دې ویریږی چې په افغانستان کې د ثبات تر راتلو وروسته به پاکستان د دغه هېواد د هغو متحدو جهادی وسله والو ډلو مخه زیاته د هند په خوا کړی چې په کشمیر او افغانستان کې جنګېږی.