دکشمیر اوسنی حالت دبریتانیا د اقداماتو پایله ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84134-دکشمیر_اوسنی_حالت_دبریتانیا_د_اقداماتو_پایله_ده
زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د کشمیر دمسلمانانو په حالت د خپګان په څرګندولو سره ددغه سیمې اوسنی حالت او په دې زمینه کښې د هندوستان او دپاکستان اختلافات دهند له وچې (subcontinent,)څخه د وتلو په وخت د خبیث انګلستان د اقداماتو نتیجه وبلل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2019 00:00 Asia/Kabul
  • بریتانیا په کشمیر کښې د نښتو د دوام لپاره په قصدي ډول دغه زخم(د کشمیر  مسله ) په سیمه کښې پریښود .
    بریتانیا په کشمیر کښې د نښتو د دوام لپاره په قصدي ډول دغه زخم(د کشمیر مسله ) په سیمه کښې پریښود .

زمونږخبریال وایی د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د کشمیر دمسلمانانو په حالت د خپګان په څرګندولو سره ددغه سیمې اوسنی حالت او په دې زمینه کښې د هندوستان او دپاکستان اختلافات دهند له وچې (subcontinent,)څخه د وتلو په وخت د خبیث انګلستان د اقداماتو نتیجه وبلل .

هغه حضرت پرون دایران له ولسمشر حسن روحانی  او د کابینې له غړو سره په کتنې کښې وفرمائیل بریتانیا په کشمیر کښې د نښتو د دوام لپاره په قصدی ډول دغه زخم(د کشمیر  مسله ) په سیمه کښې پریښود .

د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډاګینه کړه مونږ د هندوستان له حکومت سره ښې اړیکې لرو  خو د نوی ډیلی له  حکومت څخه هیله او تمه دا ده چې د کشمیر د شریفو خلکو په وړاندې له انصاف څخه ډک سیاست غوره کړی او ددغه سیمې دمسلمانانو پرضد زور ونه کارول شی .

د هندوستان حکومت د روان میلادی کال د اګست دمیاشتې په پینځمه (۵) نیټه د نوی ډیلی  ترکنټرول لاندې د کشمیر د حکومت دځانګړیو امتیازاتو اصل چې ددغو سیمو لپاره د هند په اساسی قانون کښې په نظر کښې نیول شوی دی لغوه کړی دی .

د کشمیر خلک د دغه سیمې د حالت د ټاکلو لپاره د ټولپوښتنې د ترسره کولو لپاره د ملګروملتونو د امنیت شورا دپریکړه لیک د اجرا غوښتونکی دی خو دهند حکومت تل له دغه اقدام سره مخالفت کوی .