ایران په اټومی تړون کښې سمه لاره غوره کړی ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84138-ایران_په_اټومی_تړون_کښې_سمه_لاره_غوره_کړی_ده
زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د اټومی ژمنو په کمولو کښې دایران متقابلو ګامونو ته په اشارې سره وویل تهران د اټومی ژمنو په کمولو کښې سمه اوصحیح لاره انتخاب کړی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2019 01:08 Asia/Kabul
  • ایران په اټومي تړون کښې د اروپايي هیوادونو د ژمنو د ماتولو په هکله نشي کولای په کامل ډول ژمنه   ومني .
    ایران په اټومي تړون کښې د اروپايي هیوادونو د ژمنو د ماتولو په هکله نشي کولای په کامل ډول ژمنه ومني .

زمونږخبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی د اټومی ژمنو په کمولو کښې دایران متقابلو ګامونو ته په اشارې سره وویل تهران د اټومی ژمنو په کمولو کښې سمه اوصحیح لاره انتخاب کړی ده .

حسن روحانی پرون دایران داسلامی انقلاب له ستر لارښود سره د کابینې دغړیو په کتنې کښې په دې خبرې ټینګار سره چې په اټومی تړون کښې دایران صبر یو(۱) حد لری وویل ایران په اټومی تړون کښې د اروپایی هیوادونو د ژمنو د ماتولو په هکله نشی کولای په کامل ډول ژمنه   ومنی .

دایران ولسمشر حسن روحانی په اټومی تړون کښې دپاتې غړو او دتهران ترمینځ خبرو اترو ته په اشارې سره ډاګینه کړه که  چیرې خبرې اترې بریالۍ نشی ایران به خپلې لارې ته دوام ورکړی .

هغه په دې خبرې سره چې نړیوال قدرتونه پوهیږی چې دایران دتیلو په کامل ډول د بایکاټ او صفر ته د رسولو په بڼه کښې نړیوالې اوبلارې د پخوا په شان امنیت نشی لرلی وویل دایران پرضد یواړخیزه دباو دهغوي په ګټه نشی کیدلای او په سیمه او نړۍ کښې دهغوې امنیت نه تضمینوی .

دایران ولسمشر حسن روحانی دغه راز د امریکا له بایکاټونو سره په مقابلې کښې د حکومت سیاستونو ته په اشارې سره وویل دایران دحکومت سیاست د اومو تیلو دخرڅولو پرځاې د تیلی تولیداتو خرڅول دی او ددغه کار لپاره دتیلو موجودو چاڼ ځایونو پراختیا موندلی ده او نوی چاڼ ځایونه به هم جوړ شی .

هغه وویل ایران په لومړی قدم کښې وتوانیده د تیلو ګازو او د ډیزلو په برخه کښې په ځان بسیا شی او صادراتو ته ورسیږی او نن سبا هم ایران دپیټرولو په زمینه  کښې په ځان بسیا شوی او پیټرول بهر ته صادروی .