د ایران ولس د پرَدیو د دسیسو په وړاندې کلَک دریدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84186-د_ایران_ولس_د_پرَدیو_د_دسیسو_په_وړاندې_کلَک_دریدلی_دی
د ایران د خدای بخښلو د وخت ولسمشر محمد علی رجائی او لومړی وزیر محمد جواد باهنر د یاد او خاطرې د درنښت لپاره د وږی د میاشتې لومړنۍ اونۍ د حکومت د اونۍ په توګه نومل شوی ده
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 24, 2019 10:32 Asia/Kabul

د ایران د خدای بخښلو د وخت ولسمشر محمد علی رجائی او لومړی وزیر محمد جواد باهنر د یاد او خاطرې د درنښت لپاره د وږی د میاشتې لومړنۍ اونۍ د حکومت د اونۍ په توګه نومل شوی ده

زمونږخبریال راپورراکړ  د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی  نن د  اسلامی انقلاب دارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په حرم کې په شتون سره د ارواښاد امام  له آئیډیاؤ سره د حکومت د کابینې دغړو د ژمنتیا دنوی کولو په دستورو کې د حکومت د  اونۍ  او  ارواښاد امام  او د شهید محمد علی رجائی او شهید محمد جواد باهنر د یاد په درنښت سره وئیلی دی ، داسلامی  انقلاب د بریالیتوب څه دپاسه څلویښت کلونه تیریږی ، او اسلامی جمهوری نظام  په مقاومت او کلکې دریدا سره ، د مینځنی ختیځ  په حساسې سیمې کې  یو قدرتمند ایران نندارې ته وړاندې کړی دی .

ډاکټر روحانی اسلامی انقلاب ته د ګوزار ورکولو لپاره  د دښمنانو د سیسو ته په اشارې سره  ټینګار کړی ، دایران ولس د پرَدیو د دسیسو  په وړاندې کلک او مضبوط دریدلی دی .

 داسلامی ا یران ولسمشر  په دې په ټینګار سره چې  دایران د درستو مسئولانو او ولس  مقاومت ، وحدت او زیار ،بیا هم دښمن نیهلی کوی ، روښانه کړې ،  د دښمنانو دسیسه  هغه ورځ پای ته رسیږی ، چې  اسلامی نظام ته له ګوزار ورکولو مایوسه شی ، نو ځکه  دایران ستر هدف ا وموخه ، د دښمنانو مایوسه کول دی .

 داسلامی ایران ولسمشر  همداراز ددې خبرې په کولو سره چې تهران  له نړۍ سره د مناسبو اړیکو د رامینځةکولو لپاره خپل ټول توان  کارولی دی ،ووئیل ، د امریکانوی جنجالی اوناکام حکومت لامل شوی،چې د ایران ولس و سیمې  او حتی پخپله د امریکایانو لپاره ډیر زحمتونه رامینځة شی.

د ایران د خدای بخښلو  د وخت ولسمشر محمد علی رجائی  او لومړی وزیر محمد جواد باهنر د یاد او خاطرې د درنښت لپاره د وږی  د میاشتې لومړنۍ اونۍ د حکومت د اونۍ په توګه نومل شوی  ده