د ایران ولس د پرَدیو د دسیسو په وړاندې کلَک دریدلی دی
د ایران د خدای بخښلو د وخت ولسمشر محمد علی رجائی او لومړی وزیر محمد جواد باهنر د یاد او خاطرې د درنښت لپاره د وږی د میاشتې لومړنۍ اونۍ د حکومت د اونۍ په توګه نومل شوی ده
زمونږخبریال راپورراکړ د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن د اسلامی انقلاب دارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په حرم کې په شتون سره د ارواښاد امام له آئیډیاؤ سره د حکومت د کابینې دغړو د ژمنتیا دنوی کولو په دستورو کې د حکومت د اونۍ او ارواښاد امام او د شهید محمد علی رجائی او شهید محمد جواد باهنر د یاد په درنښت سره وئیلی دی ، داسلامی انقلاب د بریالیتوب څه دپاسه څلویښت کلونه تیریږی ، او اسلامی جمهوری نظام په مقاومت او کلکې دریدا سره ، د مینځنی ختیځ په حساسې سیمې کې یو قدرتمند ایران نندارې ته وړاندې کړی دی .
ډاکټر روحانی اسلامی انقلاب ته د ګوزار ورکولو لپاره د دښمنانو د سیسو ته په اشارې سره ټینګار کړی ، دایران ولس د پرَدیو د دسیسو په وړاندې کلک او مضبوط دریدلی دی .
داسلامی ا یران ولسمشر په دې په ټینګار سره چې دایران د درستو مسئولانو او ولس مقاومت ، وحدت او زیار ،بیا هم دښمن نیهلی کوی ، روښانه کړې ، د دښمنانو دسیسه هغه ورځ پای ته رسیږی ، چې اسلامی نظام ته له ګوزار ورکولو مایوسه شی ، نو ځکه دایران ستر هدف ا وموخه ، د دښمنانو مایوسه کول دی .
داسلامی ایران ولسمشر همداراز ددې خبرې په کولو سره چې تهران له نړۍ سره د مناسبو اړیکو د رامینځةکولو لپاره خپل ټول توان کارولی دی ،ووئیل ، د امریکانوی جنجالی اوناکام حکومت لامل شوی،چې د ایران ولس و سیمې او حتی پخپله د امریکایانو لپاره ډیر زحمتونه رامینځة شی.
د ایران د خدای بخښلو د وخت ولسمشر محمد علی رجائی او لومړی وزیر محمد جواد باهنر د یاد او خاطرې د درنښت لپاره د وږی د میاشتې لومړنۍ اونۍ د حکومت د اونۍ په توګه نومل شوی ده