که دښمنان غلطي وکړي نو ایران به ورته پریکنده ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84193-که_دښمنان_غلطي_وکړي_نو_ایران_به_ورته_پریکنده_ځواب_ورکړي
د ایران مرستیال دفاع وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې او صهیونیسټي رژيم د حماقت په بڼه کښې هغوي ته سخت ځواب ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 25, 2019 01:20 Asia/Kabul
  • که دښمنان غلطي وکړي نو ایران به ورته پریکنده ځواب ورکړي

د ایران مرستیال دفاع وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت به د امریکې او صهیونیسټي رژيم د حماقت په بڼه کښې هغوي ته سخت ځواب ورکړي.

د ایران د دفاع وزیر مرستیال جنرال قاسم تقي زاده په تهران کښې یوه غونډه کښې، د دې خبرې په کولو سره وویل: ټولې کورنۍ لاسته راوړنې او د وسلو تولید د ایران د وسله والو ځواکونو او د ګواښ د جغرافیا د ضرورت مطابق دي.

د ایران مرستیال دفاع وزیر زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت نن سبا د ټانک ضده توغندیو په جوړونکو شپږو غوره هیوادونو کښې شامل دی او د ټانک په برخه کښې هم د نړۍ په سویه د پرمختللو ټانکونو څلورم ستر جوړونکی هیواد دی.

هغه وویل: ایران د میزایل په برخه کښې تر ۱ زره ۸ سوه کیلومیټره واټن سره بالیسټک او کروز توغندي جوړ کړې دي چې له امریکايي نمونې ډیر رسا او دقیق دي او د امریکې او صهیونیسټي رژیم د تیروتنې او حماقت په بڼه کښې به هغوي هک حیران پاتې کړي.