اسلامی ایران له نړۍ سره په تاؤتریخوالی پسې نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84246-اسلامی_ایران_له_نړۍ_سره_په_تاؤتریخوالی_پسې_نه_دی
د ایران دغه سیاست له دښمنانو څخه د ویرې په دلیل نه ، بلکې د اعتقاد، اخلاقیاتو او داسلامی انقلاب د معظم لارښود د فتوا په دلیل دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2019 09:09 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران له نړۍ سره په تاؤتریخوالی پسې نه دی

د ایران دغه سیاست له دښمنانو څخه د ویرې په دلیل نه ، بلکې د اعتقاد، اخلاقیاتو او داسلامی انقلاب د معظم لارښود د فتوا په دلیل دی .

زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې  په درست هیواد کې یولک لس زره کورنو د جوړولو داجرائی عملیاتود پیلولو په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې تهران له نړۍ سره  په تاؤتریخوالی پسې نه دی ، ټینګار کړی ، ایران  دسیمې او نړۍ دامنیت او همداراز له  دوستو هیوادونو سره دملګرتیا غوښتونکی دی .

ډاکټر حسن روحانی په دې خبرې په ټینګار سره چې  یو هیواد هم  ایران ته ماته نشی ورکولی روښانه کړې ، هغه کسان چې په اقتصادی ترهه ګرۍ سره ئې د ایران ولس بایکاټ کړی، باید خپلې ژمنې پوره کړی او له هغې تیروتی لارې چې ئې ټاکلې ده، بیرته راوګرځی  او  په احترام او عزت سره ، دایران دملت حقوق ، په رسمیّت وپیژنی .

 ډاکټر روحانی ټینګار کړی،له غلیمانه اړیکو او  بندیزونو له لاس په سرکیدا پرته ،د ایران او امریکا ترمینځ  په اړیکو کې هیڅ ډول  بدلون نه رامینځةکیږی .

Image Caption

 

 داسلامی ایران ولسمشر همداراز په دې باب د امریکایانو ادعا ته په اشارې سره چې ایران  په ایټمی وسلو پسې دی ،جوته کړې ده ،ایران په ایټمی وسلو پسې نه دی ،ځکه د اسلامی جمهوری نظام  پوځی نظریه اواراده  د دودو وسلو په اساس ده .

 هغه ټینګار کړی،د ایران دغه سیاست  له دښمنانو څخه دویرې  په دلیل نه ،بلکې د اعتقاد،اخلاقیاتو او داسلامی انقلاب دمعظم لارښود دفتوا  په  دلیل دی .

د اسلامی ایران ولسمشر  په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې له پاتې لورو سره دتهران د خبرواترو دوام ته هم اشاره کړې او وئیلی ئې دی،که په دغې نړیوالې ایتمی موافقې کې پاتې لوری  پخپلو ژمنو عمل وکړی،نو ایران هم په جامعې نړیوالې ایټمی موافقې کې  خپلې درستې  ژمنې اجرا کوی .

Image Caption