دشیر خوارګان حسینی نړیوالې دستورې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84453-دشیر_خوارګان_حسینی_نړیوالې_دستورې_وشوې
زمونږ خبریال وایی د حسینی شیدې څښونکو (شیرخوارګان حسینی ) ماشومانو نړیوال مراسم نن د محرم د میاشتې له لومړۍ(۱) جمعې سره په یووخت په اسلامی ایران کښې په څه دپاسه شپږزره (۶۰۰۰) ځایونو او دنړۍ په پینځه څلویښتو (۴۵) هیوادونو کښې ترسره شول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2019 07:37 Asia/Kabul
  • حضرت علي اصغر علیه السلام د نړۍ دشیعه مسلمانانو د لومړي(۱) امام حضرت حسین علیه السلام ترټولو کوچنی زوی دی .
    حضرت علي اصغر علیه السلام د نړۍ دشیعه مسلمانانو د لومړي(۱) امام حضرت حسین علیه السلام ترټولو کوچنی زوی دی .

زمونږ خبریال وایی د حسینی شیدې څښونکو (شیرخوارګان حسینی ) ماشومانو نړیوال مراسم نن د محرم د میاشتې له لومړۍ(۱) جمعې سره په یووخت په اسلامی ایران کښې په څه دپاسه شپږزره (۶۰۰۰) ځایونو او دنړۍ په پینځه څلویښتو (۴۵) هیوادونو کښې ترسره شول .

د حسینی شیدې څښونکو ماشومانو نړیوال مراسم په محرم میاشت کښې یو لړ مذهبی مناسک دی چې د  حسینی عاشورا په ورځ د شهید شویو ماشومانو دیاد دلمانځلو لپاره  دایران د هند د پاکستان د عراق د عربستان د ترکیې د افغانستان په شمول د نړۍ د مسلمانانو لخوا دمحرم د میاشتې په لومړۍ جمعې ورځ ترسره کیږی .

د  حسینی شیدې څښونکوماشومانو په نړیوالو مراسمو کښې میندې په خپلو ماشومانو باندې د تورو جامو په اغوستلو او دهغوې په ټنډو باندې د پټیو په تړلو سره چې دحضرت علی اصغر علی علیه السلام مبارک نوم ورباندې لیکل شوی وی د اهل بیت علیه السلام د عصمت او دطهارت له  کورنۍ سره خپله مینه او دلچسپی اعلانوی .

حضرت علی اصغر علیه السلام د نړۍ دشیعه مسلمانانو د لومړی(۱) امام حضرت حسین علیه السلام ترټولو کوچنی زوی دی چې د یوشپیتم(۶۱) هجری قمری کال د محرم دمیاشتې په لسمه (۱۰)نیټه په کربلاکښې په داسې حال کښې چې عمر یې یوازې شپږ (۶) میاشتې وو د یزید د لښکریانو لخوا شهید کړی شو .