د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس سرپرست تهران ته راغی
Sep 08, 2019 03:11 Asia/Kabul
د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس سرپرست کرنل فِروټا د اسلامي ایران له چارواکو سره د خبرواترو په موخه نن پيشمني مهال تهران ته راورسید.
د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس له دې مخکښې ویلې وو چې تهران ته د کرنل فروټا سفر د ایران او آژانس ترمینځ د دوامدارو تعاملاتو یوه برخه ده.
تهران ته د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د سرپرست دا سفر، د ایټمي موافقې په لړ کښې د ایران د ژمنو د کمولو د دریم ګام له اجرا سره هم مهاله دی.
ټیګونه