د حسینی تاسوعا په مناسبت زمونږ تسلیت ومنئ
د حسینی تاسوعا په ورځ په درست ایران کی د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه سلام په میلیونونو عاشقان د ویر او ماتم په مجلسونو ترسره کولو سره د حضرت ابا عبد ا... الحسین ، د هغه حضرت د وفادارویارانو په تیره بیا د علمدار کربلا حضرت ابوالفضل العباس علیه سلام یاد لمانځی .
نن د ۱۴۴۱ قمری کال د محرم الحرام نهمه او د ۲۰۱۹ میلادی کال د ستمبر هم نهمه نیټه له حسینی تاسو سره برابره ده .
د حسینی تاسوعا په ورځ په درست ایران کی د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه سلام په میلیونونو عاشقان د ویر او ماتم په مجلسونو ترسره کولو سره د حضرت ابا عبد ا... الحسین ، د هغه حضرت د وفادارویارانو په تیره بیا د علمدار کربلا حضرت ابوالفضل العباس علیه سلام یاد لمانځی .
د ایران مومن او خدای غواړی خلک په درست هیواد کی په جوماتونو ، امام بارګاو او همداراز په مشهد کی د حضرت امام رضا علیه سلام او په قم کی د حضرت بی بی معصومه س په سپیڅلیو حرمونو کی په شتون سره د کربلا د شهیدانو په یاد کی په ویر او ماتم بوخت دی .
همداراز په عراق ، پاکستان ، افغانستان ، لبنان ، ترکیې ، سوریې او اروپایی هیوادونو په شمول د نړۍ په ډیرو هیوادونو کی د حسینی تاسوعا دستوری ترسره کیږی .
حضرت امام سجاد علیه سلام د حضرت ابوالفضل العباس ع د مقام په بیانولو کی فرمایلی دی ، زما تره عباس حقیقتا ایثار ، جانبازی او خپل ځان یې په ورور قربان کړ تر دې چی لاسونه یې غوڅ شول .
د کربلا له غمجنې پیښې او د حضرت امام حسین ع او هغه حضرت د وفادارو یارانو له شهادته پیړۍ پیړۍ تیریږی خو نه یوازې د دغې پیښې اهمیت او ځای ندی کم شوی بلکې هر څومره چی وخت تیریږی د عاشورا پیغام نور هم پراخیږی او د ویر او ماتم دستورې په زیات درک او ولولې سره ترسره کیږی .
حضرت امام حسین علیه سلام د کربلا په پیښه کی په جوته ټینګار وکړ زما هدف د اسلامی ضد حکومت رسوا کول ، امر به معروف و نهی از منکر او د ظلم او زیاتی په وړاندی دریدا ده .
د شهیدانو سردار حضرت امام حسین علیه سلام د کربلا په دښته کی په بی ساری سرشیندنې سره درستو نړیوالو ته د عزت او پتیالیتوب درس ورکړ .
د ایران د راډیو او ټیلی ویژن درست کارکونکی په دې مناسبت د نړۍ درستو مسلمانانو ، ازادی غواړو په تیره بیا تاسو ګرانو میناوالو ته تسلیت وړاندی کوی .