په ایران کښې د شام غریبان مراسم وشول
-
شام غریبان د حضرت امام حسین علیه السلام د اهل بیت علیه السلام د کډوالۍ، بندي کیدا او د کربلا له پیښې دپاتې ماشومانو یادونه ده .
زمونږخبریال وایی په شام غریبان دستورو کښې د شهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دوفاداره ملګرو د ویر مراسم د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه او دیوشمیر نورو حکومتی چارواکو او د اهل بیت علیه السلام د زرګونو مینه والو په ګډون سره په تهران کښې د امام خمینی رحمت الله علیه په امامباړې کښې ترسره شول .
په دغو مراسمو کښې دایران ستر دینی عالم حجت الاسلام و المسلمین رفیعی د حضرت امام حسین علیه السلام د پاڅون اصلی هدف دخدای پاک ج په لور دخلکو هدایتول وباله او ددښمن لښکر ته د عاشورا په ورځ د هغه حضرت د خطبې یوې(۱) برخې ته په اشارې سره یې وویل په دغه خطبې کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د ویناې درې(۳) اساسی چورلیزونه د موعظې په اهمیت ټینګار ، د انصاف لرل او په ژوند کښې د ضمیر او د وجدان د لرلو ضرورت دی .
شام غریبان د حضرت امام حسین علیه السلام د اهل بیت علیه السلام د کډوالۍ، بندی کیدا او د کربلا له پیښې دپاتې ماشومانو یادونه ده چې د عاشورا دورځې په ختمیدا سره د شپې په تیارې کښې بې پناه د کربلا په دښتې کښې وو .