ډونالډټرمپ وائی ایرانیان له ما سره کتل غواړی
د امریکا ولسمشر او ددغه هیواد دخارجه وزیر مایک پمپئو پشمول دهغه دحکومت لوړپوړی چارواکو په تیرو څو میاشتو کې په کرتو پخپلو څرګندونو اوټولنیزو پیغامونو کې په څرګنده او یا تلویحا له ایران سره د خبرواترو غوښتنې کړی دی .
العالم ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی دامریکا ولسمشر ټرمپ بیګا یو ځل بیا په اؤتو باؤتو وئیلو سره مدعی شوی ، ایران له هغه سره په خبرواترو پسې شوی دی .
راپور ښئ ډونالډترمپ په سپینې ماڼۍ کې دخبریالانو په ټول کې وئیلی دی ، داسلامی ایران چارواکی له هغه سره دلیدوکاتو غوښتونکی دی .
ټرمپ چې په خیالی پلاؤنو پخولو کې اوږده مخینه لری ، د تیرې چارشنبې په ورځې هم مدعی شوی ؤ، ایران له واشنګټن سره دخبرواترو او دیوې نوی موافقې د لاسلیک کولو غوښتنه کوی .
د امریکا ولسمشر او ددغه هیواد دخارجه وزیر مایک پمپئو پشمول دهغه دحکومت لوړپوړی چارواکو په تیرو څو میاشتو کې په کرتو پخپلو څرګندونو اوټولنیزو پیغامونو کې په څرګنده او یا تلویحا له ایران سره د خبرواترو غوښتنې کړی دی .
ټرمپ او دهغه حکومتی چارواکی په داسې حال کې له ایران سره دخبرواترو نغارې غږوی ، چې واشنګټن تیر کال په غیر قانونی توګه له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې چې ددغې نړیوالې موافقې دلاسلیک کولو لپاره څو کلنې خبرې اترې او هڅې شوی وې ، په یواړخیز ډول ووت او دایران په ضد ئې بیرته ایټمی بندیزونه ولګول . خو دایران درست ملت او چارواکی د امریکا او په تیره بیا دټرمپ په دوکو او دړکو ښه پوه شوی او په ډاګه ئې وئیلی دی ،له امریکا سره هیڅ ډول خبرې اترې نه کوی تر هغه وخته چې دایران ملت ئې په احترام سره نه وی کتلی او لګول شوی درست بندیزونه ئې ختم کړی نه وی.