ایران د خپل صلحه ایز ایټمي پروګرام پراخولو ته دوام ورکوي
صالحي: ایران د انرجۍ د تولید، روغتیا او کرهڼې په برخو کښې د خپل صلحه ایز ایټمي پروګرام د پراختیا لپاره منطقي اهداف په نظر کښې نیولې دي.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر د اسلامي ایران ایټمي پرمختګونو ته په اشارې سره وویل: ایران د انرجۍ د تولید، روغتیا او کرهڼې په برخو کښې د خپل صلحه ایز ایټمي پروګرام د پراختیا لپاره منطقي اهداف په نظر کښې نیولې دي.
علي اکبر صالحي نن په ویانا کښې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د عمومي کانفرنس په درې شپیتمه غونډه کښې، د ایټمي خوندیتوب په برخه کښې د سیمه ایزې ملګرتیا په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
صالح زیاته کړه: ایران د خپلو تجربو، پوهې او پراخو ظرفیتونو له مخې د ایټمي خوندیتوب د زیاتولو او په بیړنیو حالتونو د غور په لړ کښې د سیمې له ټولو هیوادونو سره ګډې همکارۍ ته خپل چمتو والی اعلانوي.
د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر هم داشان په ایټمي موافقې کښې د پاتې لورو له خوا د ژمنو په نه اجرا کیدو او د امریکې یواړخیز پالنې او خرابونکو اقداماتو ته په اشارې سره څرګنده کړه: نړیواله ټولنه باید د امریکې زیانمنونکی کړچار او د نورو هیوادونو خلاف د امریکې د حکومت له خوا اقتصادي ترهګري وغندي.
د ویلو ده چې د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مشر علي اکبر صالحي پرون د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس په کلنۍ غونډه کښې د ګډون په موخه د آسټریا پلازمینې ویانا ته تلی دی.