د اسلامی انقلاب د ستر لارښود له نظره له امریکا سره خبرې :-
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84677-د_اسلامی_انقلاب_د_ستر_لارښود_له_نظره_له_امریکا_سره_خبرې
دایران دملت په وړاندې د امریکا د زیات دباو د اعمالولو سیاست هیڅ ارزښت نلری او د ایران داسلامی جمهوریت ټول چارواکی په یوه(۱) خوله باوری دی چې له امریکا سره به په هیڅ سویه خبرې اترې ونشی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 17, 2019 09:25 Asia/Kabul
  • له امریکا سره خبرې یعنی دایران په اسلامي جمهوریت د واشنګټن د غوښتنو ورتپل .
    له امریکا سره خبرې یعنی دایران په اسلامي جمهوریت د واشنګټن د غوښتنو ورتپل .

دایران دملت په وړاندې د امریکا د زیات دباو د اعمالولو سیاست هیڅ ارزښت نلری او د ایران داسلامی جمهوریت ټول چارواکی په یوه(۱) خوله باوری دی چې له امریکا سره به په هیڅ سویه خبرې اترې ونشی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن سهار د علمیه حوزو د تحصیلی کال په پیل کښې د «درس خارج فقه» په لومړۍ غونډې کښې ددغه دریځ په بیانولو سره دامریکا لخوا د خبرواترو دموضوع بیا مطرح کیدا ته په اشارې سره وویل دخبرو اترو له چلول څخه د امریکا هدف په ایران د خپلو غوښتلو ورتپل او په تهران د زیات دباو د راوستلو د اغیزشیندنې ثابتول دی .

د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه راز دخبرو اترو په هکله دامریکا د چارواکو بیلابیلو موضوعګانو ته په اشاره سره وویل دامریکا مقامات  کله وایی له شرط پرته خبرې کوو او کله وایی چې په دولسو(۱۲) شرطونو سره له ایران سره خبرې کوو.

هغه حضرت زیاته کړه دامریکا دچارواکو دا ډول څرګندونې یا دهغوې د ګډوډ سیاست له کبله یا د مقابل لوری د لالهانده کولو لپاره یو (۱) چلول دی .

د مشر تابه ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای زیاته کړه البته دایران اسلامی جمهوریت لالهانده نه کیږی ځکه چې زمونږ لاره روښانه ده او پوهیږو چې کوم کار ترسره کړو .

په دغه خبره  کښې هیڅ شک نشته چې دامریکا پلانونه او محاسبات دتیرو څلویښتو(۴۰) کلونو په شان غلط دی او هغه به هیڅ نتیجې ته ونه رسیږی .

په یقینی ډول دایران ملت د ستونزو دهواری لاره له امریکا سره په خبرو کښې نه لټوی .

البته زیات دلیلونه شته چې ښودنه کوی امریکا له ایران سره خبرو اترو ته زیاته اړتیا لری  ځکه چې په نړۍ کښې د امریکا قدرت ، اقتدار او رعب مخ په ځوړتیا او په زوال دی .

دایران داسلامی جمهوریت نظام دامریکا د حالت په اپوټه نن سبا نه یوازې د کمزورتیا په حالت کښې نه دی بلکې په قدرت سره د امریکا د زیات دباو په مقابل کښې ولاړ دی .

له دښمن سره په مقابله کښې د ایران د ملت پریکنده فیصله په ټولو زمینو کښې دمقاومت کول دی .

له دې کبله دی چې د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډاګینه کړه له امریکا سره به خبرې ونکړو  نه دوه اړخیزه او نه  څواړخیزه خبرې .

هغه حضرت ټینګار وکړ که چیرې امریکا خپلې خبرې بیرته واخلی او توبه وکړی او اټومی تړون ته  چې خلاف ورزۍ یې کړی ده وروستنه شی نو بیا د اټومی موافقې د غړیو هیوادنو په ټول کښې چې پکښې ګډون او له ایران سره خبرې کوی امریکا هم ګډون کولای شی خو په بله بڼه کښې به دایران داسلامی جمهوریت او د امریکا د چارواکو ترمینځ په هیڅ سویه خبرې اترې ونشی که هغه په نیویارک کښې وی او که په بل کوم ځای کښې .

په دغه حقیقت د ایران داسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای  ټینګار چې د بیلابیلو مشکلاتو حل لاره او درملنه دخلکو په لاس کښې ده په  تیرو څلویښتو (۴۰) کلونو  کښې د لاس ته راغلیو بریالیتوبونو او دتجربې پراساس وینا ده .

دایران ملت هماغه ډول چې داسلامی انقلاب ستر لارښود جوته کړه  له تجربې زده کړی دی چې د مشکلاتو د حل لپاره باید پردیو هیوادونو ته هیله ونکړو او له نوروهیوادونو سره په غونډو ترسره کولو باور ونکړو .

هغه حضرت په عین حال کښې جوته کړه دغه خبره د نړۍ له حکومتونو سره د راشه درشه د دروازې د تړل کیدا په معنا نه ده .

دایران اسلامی جمهوریت خبرې اترې د سیمې او دنړۍ د شخړو دحل لپاره ترټولو ښه لاره ګڼی خو د زور او د تپنې پراساس خبرې اترې او له امریکا سره مذاکرات چې دایران په ملت یې اقتصادی ترهګرۍ ورتپلی ده معنا او منطق نلری .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای څه موده مخکې د حکومت له چارواکوسره په کتنې کښې له امریکا سره د خبرو اترو بحث ته په اشارې سره له خبرو اترو د امریکا د هدفونو ، ماهیت او تیرو تجربو ته په نغوتې سره ډاګینه کړه د امریکا له اوسنی حکومت سره خبرې اترې دوه چنده زهر دی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن هم د امریکا د یوه(۱) چارواکی وروستۍ وینا ته په اشارې سره چې ویلی یې وو باید له ایران سره خبرو ته کینو او مونږ فلانې خبرې وکړو او ایران  هغه ومنی جوته کړه امریکا ددا ډول خبرو اترو لپاره باید هغو کسانو ته ورشی چې د واشنګټن  دشیدو د غوا په توګه  عمل کوی .

له امریکا سره دخبرو اترو په هکله له حقیقت څخه ډکه تبصره او شننه  هماغه حقیقتونه دی چې حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ورته اشاره وکړه او له امریکا سره د خبرواترو په هکله یې خپله وینا په دوو (۲) ټکو وویشله او جوته یې کړه

(۱)له امریکا سره خبرې یعنی دایران په اسلامی جمهوریت د واشنګټن د غوښتنو ورتپل .

(۲)خبرې اترې یعنی دایران پرضد دامریکا د زیات دباو د اعمالولودسیاست د بریالیتوب ښودل .