په ایران باندې پوځي حمله به د سخت جنګ لامل شي
(last modified Fri, 20 Sep 2019 03:06:52 GMT )
Sep 20, 2019 07:36 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

د ایران خارجه وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د خپلې دفاع لپاره یوه شیبه غفلت نه کوي، وویل: په ایران باندې پوځي حمله به د یو سخت او هراړخیز جنګ او د ډیرو تیري ګرو د وژل کیدو سبب شي.

محمد جواد ظریف سي، این، این خبري چینل ته په هغه مرکه کښې چې پرون خپره شوه، د ایران خلاف د هر ډول پوځي اقدام په هکله واشنګټن او ریاض ته په خبرداري سره څرګنده کړه: د ایران اسلامي جمهوریت هیڅ کله جنګ نه دی غوښتی او نه غواړي چې په سیمه کښې پوځي نښته پیل شي.

هغه هم داشان د سعودي عربستان د تیلو د تاسیساتو خلاف د یمنیانو د غچ اخیستونکو عملیاتو په لړ کښې د امریکې له خوا د ایران تورنیدو ته په اشارې سره وویل: تهران په دې کار کښې لاس نه درلود او د یمن پوځ د دغو عملیاتو پړه هم منلې ده.

ظریف په دې خبرې سره چې سعودیان دې ووايي چې په سیمه کښې د څه په تکل کښې دي، زیاته کړه: د یمن خلک د خپلو ماشومانو او کورنیو په قتل عام کښې د سعودیانو د جنایتونو په وړاندې د ځان دفاع کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم د اشان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې له امریکې سره د خبرواترو هیڅ امکان نشته، زیاته کړه: تهران به د ډونلډ ټرمپ له حکومت سره تر هغې مذاکرات ونه کړي تر څو چې یې د ۲۰۱۵ کال د ایټمي تړون په بنیاد د ایران خلاف ټول بندیزونه نه وي ختم کړې.

 

ټیګونه