نیویارک کښې د ایران د خارجه وزیر سلامشورې روانې دي
محمد جواد ظریف د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئولې او همداشان د جاپان، پاکستان، آسټریا او جارجیا له خارجه وزیرانو سره ملاقاتونه وکړل.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر چې د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ په څلور اویایمه غونډه کښې د ګډون په موخه نیویارک ته تلی دی، د دغې غونډې په ترڅ کښې یې د اروپايي اتحادیې دبهرني سیاست له مسئولې او همداشان د جاپان، پاکستان، آسټریا او جارجیا له خارجه وزیرانو سره ملاقاتونه وکړل.
محمد جواد ظریف پرون د اروپايي اتحادیې له مسئولې میرمن فډریکا موګریني، د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د جاپان د بهرنیو چارو له وزیر توشیمیټسو موټیګي Toshimitsu Motegi سره جلاجلا لیده کاته او خبرې وکړې.
د آسټریا او جارجیا له خارجه وزیرانو سره ملاقات هم په نیویارک کښې د ظریف له پرونیو مصروفیاتو څخه و.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم داشان په هغه غونډه کښې ګډون وکړ چې په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په مرکز کښې ترسره شوه او په دغې غونډه کښې یې د هرمز اوبلارې او فارس خلیج د امنیت لپاره د ایران د اسلامی جمهوریت د نوښت په تشریح سره وویل: دا نوښت د سیمې د خلکو له خوا د امنیت په تامینولو ټینګار لري.