د امیدائیتلاف او دهرمزسولې وړاندیزنړۍله شخړوژغورلی شی
حسن روحانی همداراز له نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا له یو اړخیزې وتنې وروسته ددغې مهمې نړیوالې موافقې دساتلو لپاره د جرمنی پشمول د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دنورو لورو پر دندو اومسئولیّت په ټینګار سره په همداوروستیو کې د فرانسې ،جرمنی او بریتانیا اعلامیه په ایران د بې اساسه اوچټی تورونو لګول وبلل .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی بیګا په نیویارک کې د جرمنی له صدراعظمې میرمن آنګلا مرکل د اسپانیا له لومړی وزیر پدرو سانچز، د جاپان او پاکستان له صدراعظمانو شینزوآبه اوعمران سره په جلاجلا کتنو کې د دوو ا ړخیزو ملګرتیاؤ او دسیمه ایزو او نړیوالو شخړو اوبدلونونو په باب د اسلامی ایران دریځونه او وړاندیزونه مطرح کړل او د سیمه ایزو شخړو د حل او د تعامل لپاره ئې د اسلامی ایران چمتووالی اعلان کړ .
ډاکټر حسن روحانی د جرمنی له صدراعظمې سره په کتنې کې دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې دساتلو لپاره دلازمو اقداماتو پشمول دځینو مسئلو په باب دې ته په اشارې سره چې جرمنی تل دا یران لپاره یو ډیر مهم شریک دی ، د دوستانه اودودیزو اړیکو پر دوام ئې ټینګار وکړ . هغه همداراز له نړیوالې ایټمی موافقې دامریکا له یو اړخیزې وتنې وروسته ددغې مهمې نړیوالې موافقې دساتلو لپاره د جرمنی پشمول د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دنورو لورو پر دندو اومسئولیّت په ټینګار سره په همداوروستیو کې د فرانسې ،جرمنی او بریتانیا اعلامیه په ایران د بې اساسه اوچټی تورونو لګول وبلل .
میرمن آنګلا مرکل هم په دغې کتنې کې له نړیوالې ایټمی موافقې د ملاتړ په تکرارولو سره ددغې مهمې نړیوالې ایټمی موافقې ته د احترام او دبندیزونو دلغوه کولو غوښتنه وکړه او د اینسټکس نومې له ایران سره داروپا دتجارت د ځانګړی چینل دعملیاتی کولو لپاره ئې د جرمنی اونورو اروپائی هیوادونو پر کلک هوډ هم ټینګار وکړ . میرمن آنګلا مرکل همدرااز د امید دائیتلاف او دهرمز دسولې د وړاندیز په باب هم ووئیل په ډیرې ګروهنې سره به دغه نوښت ارزوی او په سیمې کې د تاؤتریخوالو د کمولو لپاره دهر مدبرانه اقدام ملاتړ کوی .
د اسلامی ایران ولسمشر همدراازد جاپان له لومړی وزیر آبه شینزو سره هم په کتنې کې په درستو زمینو کې د تهران او ټوکیو د اړیکو پر ساتلو اوپراختیا ټینګار او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو او بشپړ اجرا لپاره ئې د جاپاان دحکومت دهلوځلو قدرونه وکړه . آبه شینزو هم تهران ته خپل وروستی سفر او دې ته په اشارې سره چې د ایټمی وسلو دحراموالی په باب داسلامی انقلاب د معظم لارښود د فتوا په آوریدو او دوی سره په لیدوکاتو او همداراز په سیمې کې د امنیت لپاره د حسن روحانی د سوله غواړو دریځونو او وروستی نوښت ډیر حوصله مند کړی دی ووئیل جاپان د ایران یو تاریخی دوست دی او په سیمې کې به دتاؤتریخوالی دکمولو لپاره خپل ټول توان وکاروی .
داسلامی ایران ولسمشر همداراز د اسپانیا له لومړی وزیر پدرو سانچز سره هم لیده کاته کړی او دایران او اسپانیا پراخو توانمنیو او ډیرو ظرفیّتونو ته په اشارې سره ئې د اړیکو دپیاوړتیا لپاره د هڅې او دسیمه ایزو اونړیوالو بدلونونو دارزونې لپاره پر مشورو ټینګار کړی دی . پدرو سانچز هم د اوسنیو یو اړخیزو بندیزونو له امله د ایران دملت په کړاؤ او مشکلاتو دخواشینۍ په ښودلو سره له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې دخپل هیواد پر ملاتړ یو ځل بیا په ټینګآر سره له ایران سره د اړیکو لازیاتې پراختیا لپاره داسپانیا پر کلک هوډ ټینګار کړی او د حسن روحانی د امید دائیتلاف او د هرمز دسولې نوښت ته په ا شارې سره ئې هیله ښودلې دغه نوښت په سیمې کې دتاؤتریخوالو له کولو سره ډیره مرسته وکړی .
ټاکل شوې ده د اسلامی ایران ولسمشر نن دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې پخپلې وینا کې د سیمه ایزو او نړیوالو شخړو او بدلونونو په باب د اسلامی ایران روښانه اوجوت دریځونه او وړاندیزونه دنړیوالو غوږونو ته ورسوی .