مقاومت،زیات دباؤنه ددښمن په زیات التماس بدلوی
سردار حاتمی ددې خبرې په کولو سره چې د حرم دفاع کونکو شهیدانو په سیمې کې ډیر ستر کار ترسره کړی ، زیاته کړې ،دښمن غوښتل په لویدیځی آسیا سیمې کې یو داسې بنیاد کیږدی ، چې شیعه اوسنی مسلمانان ورسره تر سلګونو کلونو پورې لاس اوګریوان وی ،خو د حرم د مدافعانو او دسیمې د ولس په مجاهدتونو سره د دښمنانو دغه دسییسه شنډه شوه .
زمونږخبریال راپورراکړ داسلامی ایران دفاع وزیر سردار امیر حاتمی نن په تهران کې د مقاومت او جهاد دمخکښانو ددرنښت په نامې سره په دریم ملی سیمنار کې په د رستو دفاعی ډګرونو کې د ایران د توانمنیو په بیانولو سره د خپلو اړتیاؤ د تامینیدا خبره کړې او وئیلی ئې دی ، ایران تیریګرو ته کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکوی .
سردار حاتمی ددې خبرې په کولو سره چې د حرم دفاع کونکو شهیدانو په سیمې کې ډیر ستر کار ترسره کړی ، زیاته کړې ،دښمن غوښتل په لویدیځی آسیا سیمې کې یو داسې بنیاد کیږدی ، چې شیعه اوسنی مسلمانان ورسره تر سلګونو کلونو پورې لاس اوګریوان وی ،خو د حرم د مدافعانو او دسیمې د ولس په مجاهدتونو سره د دښمنانو دغه دسییسه شنډه شوه .
د اسلامی ایران دفاع وزیر همداراز دعربستان په تیلی تاسیساتو دیمن د ډرونز حملو ته په اشارې سره وئیلی دی ، سعودیان خیال کوی ،د بل هیواد په تورنولو سره له بې شرمۍ ځان خلاصولی شی . خو بلاخره به هیڅ په لاس ورنشی او په بې شرمۍ او بې ننګۍ سره به دیمن له خاورې بیرته ستنیږی او خپل حیثیت او عزت به هم له خاورو سره خاورې کړی .