زیاتره اروپایان د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ملاتړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i84931-زیاتره_اروپایان_د_جامعې_نړیوالې_ایټمی_موافقې_ملاتړی_دی
ددغې نظر غوښتنې په اساس ، همداراز داروپائی اتحادئې ښآریز ترجیح ورکوی په نښو اوجنګ جګړو کې بې پلوه پاتې شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 30, 2019 02:12 Asia/Kabul
  •   زیاتره اروپایان د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ملاتړی دی

ددغې نظر غوښتنې په اساس ، همداراز داروپائی اتحادئې ښآریز ترجیح ورکوی په نښو اوجنګ جګړو کې بې پلوه پاتې شی .

سپوټنیک  خبری اژانس راپورورکړی  داروپا دبهرنیو اړیکو دشورا د نظرسنجۍ د نتیجو په اساس چې  پرون  ددغې شورا په انټرنیټی سایټ کې خپرې شوی ،  په فرانسې کې  اولس فی صده ، په جرمنی  او هالینډ کې یوازې شپاړس فی صده خلک  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې خلاف دی او نور درست خلک  ددغې نړیوالې ایټمی موافقې  ملاتړ کوی .

 ددغې نظر غوښتنې په اساس ، همداراز  داروپائی اتحادئې ښآریز ترجیح ورکوی  په نښو اوجنګ جګړو کې بې پلوه  پاتې شی .

 د امریکا ولسمشر ټرمپ د تیر کال دمئ په ا تمه نیټه   له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په یو اړخیز اوغیر قانونی ډول خپل هیواد وویست او ایران په ضدئې بندیزونه بیرته ولګول . چې  دغې چارې د  اروپایانو ظاهری غبرګون هم راپارولی  چې البته په عمل کې ئې تر دې دمه دامریکا ضد داسې څه خاص ګام نه دی پورته کړی   او په خولې د نړیوالې ایتمی موافقې  دساتلو ډ نډورې وهی .