اروپا له جبرانیدونکو اقداماتو استفاده نشی کولی
-
تهران تل د فارس خلیج د امنیت او دکشتیو د تګ راتګ د امنیت هڅه کوي خو نور هیوادونه ددغه چارې خنډ شوي دي .
زمونږخبریال وایی د ایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې اروپا هغه وخت کولای شی په اټومی تړون کښې جبرانیدونکی اقدام ترسره کړی چې ایران د دغه تړون د لومړی خلاف ورزی کونکی په توګه مطرح ووسی وویل
تهران په اټومی تړون کښې خپلې ټولې ژمنې ترسره کړی دی او داروپایانو لخوا د ژمنو د خلاف ورزۍ په دلیل جبرانیدونکی اقدام ترسره کولای شی .
هغه نن دایران د اټومی ژمنو د کمولو د دوام په بڼه کښې له اټومی موافقې څخه د وتلو په هکله د اروپا د ادعا په هکله وویل له اټومی تړون څخه د اروپا د وتلو بحث مطرح نه دی بلکې د اختلافاتو د حل کولو بحث مطرح دی .
جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې اروپا په اټومی تړون کښې له جبرانیدونکو اقداماتو استفاده نشی کولای وویل له حقوقی نظره اروپا د پام وړ موقعیت نلری .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف وویل که چیرې اروپایی هیوادونه خپلې ژمنې اجرایی نکړی ایران به د اټومی ژمنو د کمولو په چوکاټ کښې خپل اقدامات تعیب کړی .
هغه د فرانسې د ولسمشر امانوئل ماکرون د څلور(۴) ماده ایز پلان په هکله وویل دماکرون په دغه پلان کښې دایران دریځونه په سم ډول نه دی مطرح شوی .
دایران خارجه وزیر جواد ظریف په دې خبرې ټینګار سره چې ایران په اټومی وسلو پسې نه دی زیاته کړه تهران تل د فارس خلیج د امنیت او دکشتیو د تګ راتګ د امنیت هڅه کوی خو نور هیوادونه ددغه چارې خنډ شوی دی .
هغه ددغه پوښتنې په ځواب کښې چې ایا سعودی عربستان له ایران سره د خبرو اترو لپاره شنه اشاره ښودلی ده وویل که چیرې د سعودی عربستان حکومت دغه نتیجې ته ورسیږی چې د وسلو په اخیستلو او نورو ته د خپلې واکمنۍ په سپارلو سره نشی کولای امنیت ترلاسه کړی او دسیمې په لور ورشی نو په حتمی توګه به د ایران لخوا له خلاصې غیږې سره مخامخ شی .