غريب آبادي: د صهيونېسټ رژيم ايټمي وسلې مېنځنے ختيځ ګواښي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85108-غريب_آبادي_د_صهيونېسټ_رژيم_ايټمي_وسلې_مېنځنے_ختيځ_ګواښي
په ويانا کښې په نړيوالو ادارو کښې د ايران استازي وويل، د صهيونېسټ رژيم ايټمي وسلې مېنځنے ختيځ ګواښي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 09, 2019 05:34 Asia/Kabul
  • غريب آبادي: د صهيونېسټ رژيم ايټمي وسلې مېنځنے ختيځ ګواښي

په ويانا کښې په نړيوالو ادارو کښې د ايران استازي وويل، د صهيونېسټ رژيم ايټمي وسلې مېنځنے ختيځ ګواښي.

کاظم غريب آبادي په اېډورډو آمالډي نومې يويشتم نړيوال کانفرنس کښې وويل، د صهيونېسټ رژيم د ايټمي وسلو بې مهاره پروګرام ترټولو لوے مشکل او له اېن پي ټي معاهدې  څخه سرغړونه ګڼل کيږي.

غريب آبادي دې ته په اشارې سره چې اسرائيلي رژيم د بې وسلې کولو او وسلې کنټرولو د هيڅ يوې معاهدې غړے نه دےاو هيڅکله يې له اين پي ټي سره يوځاے کېدو ته ګروهنه نه لرلې زياته کړه، د صهيونېسټ رژيم په ګواښونواو د امريکې په مخالفتونو سره په مينځني ختيځ کښې له ايټمي وسلو نه د پاکې سيمې هيڅ روښانه راتلونکے نشته.

هغه د خپلې وېنا په يوه بله برخه کښې په نړۍ کښې د امريکې اقداماتو ته په اشارې سره وويل، له ټاټوبي د وراخوا بنديزونو د لګولو په وړاندې کرښه کښې شتون لري او د تجارتي بنديزونو، په پانګونو کښې د خنډ رامنځته کولو او د پانګو د بلاکولو په شمول له هيڅ کوششه ډډه نه کوي، حال دا چې دغه هېواد ځان د نړۍ پوليس مېن بولي خو د هرډول نړيوال حقوق او اصول ترپښو لاندې چخڼې کوي.