ایران د ایټم بم په جوړولو او ساتلو پيسې نه لګوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85129-ایران_د_ایټم_بم_په_جوړولو_او_ساتلو_پيسې_نه_لګوي
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایټم بم د کارولو د شرعي حرمت په هکله د اسلامي ایران پریکنده او باتورانه دریځ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ایران د ایټمي بم په جوړولو او ساتلو خرچه او تاوان نه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 09, 2019 14:16 Asia/Kabul
  • ایران د ایټم بم په جوړولو او ساتلو پيسې نه لګوي

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایټم بم د کارولو د شرعي حرمت په هکله د اسلامي ایران پریکنده او باتورانه دریځ ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ایران د ایټمي بم په جوړولو او ساتلو خرچه او تاوان نه کوي.

حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي نن د ایران د زرګونو تنو ځوانو پوهانو او د لوړ علمي استعداد لرونکو په کتنه کښې زیاته کړه: مونږ سره له دې چې په دې لاره مو تګ کولی شو خو د اسلام د حکم له مخې مو د ایټمي وسلې کارول پریکنده شرعي حرام اعلان کړل نو له دې امله د یوې داسې وسلې په جوړولو او ساتلو د تاوان کولو لپاره هیڅ دلیل نشته چې استعمال یې بیخي حرام دی.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه‌ای د اسلامي انقلاب هنر د علمي میدانونو په شمول سختو میدانونو ته چې د دښمنانو ستاینه یې هم په ځان پسې لرلې ده وابله او د هیواد د علمي ویاړونو په یادونې سره یې وویل: د هیواد په مختلفو برخو کښې له علمي وړتیاؤ کار اخیستل د دفاعي قدرت د زیاتیدو، د ناروغیو د مخنیوي او درملنې او طبي ترقۍ ، تخنیکي انجنئري چارو او د ژواک چاپیریالي ټیکنالوجۍ د پرمختګ او د نانو ټیکنالوجۍ د پایدارو محصولاتو د تولید او د صلحه ایزې ایټمي ټیکنالوجۍ د ترقۍ سبب شوې دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د ایران د علمي پرمختګ دوام بیخي ضروري باله او ټینګار یې وکړ: هر پوهه ځوان د ایران د بدن ټوټه ده او د پوهانو د ستونزو د ختمولو لپاره باید د پوهانو د چارو سټراټیجک سند باید کاملاً جدي اجرا او تعقیب شي.