ایران د موګریني د ځاې ناستي ټاکل کیدو ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85157-ایران_د_موګریني_د_ځاې_ناستي_ټاکل_کیدو_ته_غبرګون_وښود
د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند وویل: ایران له اروپايي اتحادیې سره د متقابل احترام او له ښه نیت سره د مله تعامل هرکلی کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2019 03:58 Asia/Kabul
  • ایران د موګریني د ځاې ناستي ټاکل کیدو ته غبرګون وښود

د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت ویاند وویل: ایران له اروپايي اتحادیې سره د متقابل احترام او له ښه نیت سره د مله تعامل هرکلی کوي.

سید عباس موسوي په امنیتي او د بهرني سیاست په چارو کښې د اروپايي اتحادیې د نوي جګ پوړي استازي جوزف بورِل د کار پیلولو په هکله هیله څرګنده کړه چې هغه وتوانیږي د امریکې او د سیمې د ځینو هغو لوبغاړو له افراطي یواړخیزپالنې او بدماشیو سره د مقابلې توفیق ولري چې د هیوادونو د رغنده اړیکو او ډیپلماسۍ په لاره کښې یې سترې ستونزې رامینځته کړې دي.

ښاغلي موسوي هم داشان وویل چې میرمن فیډریکا موګریني په دې مقام باندې نړیوالو اړیکو او څواړخیز پالنې ته متوازن او مثبت نظر درلود او د ایټمي موافقې په مذاکراتو کښې یې هم مثبت او رغنده رول ولوبوه.

د ویلو ده چې د اروپا پارلیمان وړمه ورځ د اسپانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر جوزف بورل د دغې اتحادیې د بهرني سیاست د مسئول په توګه تایید کړ او ټاکل شوې چې د روان کال د نومبر له وړومبیو څخه د فډریکا موګریني ځاې واخلي.