د پاکستان لومړی وزیر تهران ته رسیدلی دی
Oct 13, 2019 09:42 Asia/Kabul
-
د پاکستان لومړی وزیر د روان میلادي کال په اپریل میاشت کښې ایران ته راغلی وو .
زمونږ خبریال وایی د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ایران داسلامی جمهوریت له لورړتبه چارواکو سره د کتنې او د خبرو اترو لپاره نن تهران ته راورسید .
عمران خان تهران ته په یوه (۱) ورځنی سفر کښې د ایران د اسلامی انقلاب له ستر لارښود او ولسمشر سره کتنې او خبرې اترې کوی .
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به په دغه سفر کښې د ایران له چارواکو سره د وروستیو او دترټولو مهمو سیمه ییزو او نړیوالو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړی .
د پاکستان له لومړی وزیر سره په دغه سفر کښې خارجه وزیر شاه محمود قریشی او د لومړی وزیر ځانګړی مرستیال سید ذوالفقار بخاری ملګرتیا کوی .
د پاکستان لومړی وزیر د روان میلادی کال په اپریل میاشت کښې ایران ته راغلی وو .
ټیګونه