دیمن دجنګ بندیدا به په سیمه کښې مثبت اغیزونه ولری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85217-دیمن_دجنګ_بندیدا_به_په_سیمه_کښې_مثبت_اغیزونه_ولری
زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت له ډیر پخوا راهسې په یمن کښې د جنګ د بندیدا لپاره څلور(۴) ماده ایز پلان وړاندې کړی دی وویل که چیرې د یمن جنګ په سم ډول پاې ته ورسیږی په سیمه کښې مثبت اغیزونه لرلی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 14, 2019 00:44 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په دغه کتنې کښې ایران او پاکستان دوه (۲) وړونه هیوادونه وبلل .
    د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په دغه کتنې کښې ایران او پاکستان دوه (۲) وړونه هیوادونه وبلل .

زمونږ خبریال وایی د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای په دې خبرې سره چې دایران اسلامی جمهوریت له ډیر پخوا راهسې په یمن کښې د جنګ د بندیدا لپاره څلور(۴) ماده ایز پلان وړاندې کړی دی وویل که چیرې د یمن جنګ په سم ډول پاې ته ورسیږی په سیمه کښې مثبت اغیزونه لرلی شی .

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي  پرون مازیګر په تهران کښې د پاکستان له لومړی وزیر عمران خان او ورسره پلاوی سره په کتنې  کښې د تهران او د اسلام  اباد اړیکې ډیرې ژورې او ولسی وبللې او د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د زیاتولو لپاره له دغه زمینې څخه د استفادې پرضرورت یې ټینګار وکړ .

د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د پاکستان او دایران د دوو (۲) ملتونو د نږدې او د ولسی ژورو اړیکو بیلګو ته په اشارې سره وویل پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت کتنه په ګاونډ کښې یوه (۱) ورور ته کتنه ده .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود زیاته کړه ددغه بې بدیله فرصت په وجه د پاکستان او دایران اړیکې باید له موجوده حالت څه ډیرې ښې او تودې ووسی او د سرحدونو امنیت پیاوړی شی او د ګازو د نل لیکې په شان ځنډیدل شوی پلانونه او پروګرامونه بشپړه شی .

ایت الله خامنه ای د سولې او د امنیت د ټینګیدا په هکله د پاکستان دحکومت د اندیښنې په ستایلو سره د لویدیځې اسیا (مینځنی ختیځ )سیمه ډیره حساسه او مهمه وبلله او د پیښې په رامینځته کیدا د ټولو هیوادونو په ځیرتیا ټینګار سره په یمن کښې د جنګ له رامینځته کولو او د خلکو د وینې له تویولو او په عراق او سوریې کښې له ترهګرو ډلو په ملاتړ کښې د سیمې دځینو عربو هیوادونو په ورانونکی رول خواشینۍ څرګنده کړه .

هغه وویل مونږ له دغو عربو  هیوادونو سره د دښمنۍ انګیزه نلرو خو دغه هیوادونه د امریکا تر ارادې لاندې دی او د ایران داسلامی جمهوریت پرضد د امریکا د غوښتنې په لړ کښې عمل کوی .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران اسلامی جمهوریت د هیڅ جنګ پیلونکی نه دی جوته کړه البته که چیرې کوم هیواد د ایران په مقابل کښې د جنګ پیلونکی ووسی بې شکه پښیمانه به شی .

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان هم په دغه کتنې کښې ایران او پاکستان دوه (۲) وړونه هیوادونه وبلل او ویې ویل د تهران او د اسلام اباد ملګرتیاوې باید پراخې شی او  مونږ له ایران سره په اړیکو ځانګړی حساب خلاص کړی دی ځکه چې ایران په تجارتی حوزه کښې یو(۱) مهم شریک ګڼو .