ایران به هیڅکله هم تسلیم نشی
امریکا له اوسنی وضعیّت څخه د وتلو لپاره باید هغه دولس غوښتنې چې خارجه وزیر مایک پمپئو په ۲۰۱۸کال کې د ایران په ضد مطرح کړی وې ،بیرته واخلی .
زمونږخبریال راپورراکړ د امریکا د خارجه وزارت یوه پخوانی چارواکی ویلیّم برنز په نیویارک ټایمز ورځپاڼې کې په یوه یاددښت کې له جامعې نړیوالې ایتمی موافقې په وتلو کې د ډونالډټرمپ دحکومت اقدام یو احمق اقدام بللی او لیکلی ئې دی ، د زیاتره دباؤ سیاست ، هیڅکله هم د امریکا شرائطو ته ایران تسلیمیدو ته نشی اړباسلی .
ویلیّم برنز زیاته کړې ، د ټرمپ دغه احمق اقدام د اټکل وړ ؤ او مونږ اوس په ډیر حساس پړاؤ کې یوو .
هغه روښانه کړې ده ، امریکا له اوسنی وضعیّت څخه د وتلو لپاره باید هغه دولس غوښتنې چې خارجه وزیر مایک پمپئو په ۲۰۱۸کال کې د ایران په ضد مطرح کړی وې ،بیرته واخلی .
دایران اسلامی جمهوریت په کرتو وئیلی دی ، چې د ټرمپ له نړیوالې ایټمی موافقې څخه په یواړخیز او غیر قانونی توګه په وتلو سره د خبرواترو صلاحیّت له لاسه ورکړی ا و د ټرمپ په څیر کس هیڅکله هم د باؤر وړ نه دی .