ایران د اټومی ژمنو د کمولو کار ته هوډمن دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85285-ایران_د_اټومی_ژمنو_د_کمولو_کار_ته_هوډمن_دی
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسی چارو مرستیال سید عباس عراقچی د تهران لخوا د اټومی تړون د یواړخیزه اجرا دوام د توجیه وړ ونه باله او ټینګار یې وکړ ایران د اټومی ژمنو د کمولو د ورپسې ګامونو پورته کولو ته هوډمن دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2019 00:45 Asia/Kabul
  • بریتانیا ، فرانسې او جرمني له اټومي تړون دامریکا له وتلو وروسته ژمنه وکړه چې د ایران داقتصادي ګټو په تضمینولو سره دغه تړون وساتي .
    بریتانیا ، فرانسې او جرمني له اټومي تړون دامریکا له وتلو وروسته ژمنه وکړه چې د ایران داقتصادي ګټو په تضمینولو سره دغه تړون وساتي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر د سیاسی چارو مرستیال سید عباس عراقچی د تهران لخوا د اټومی تړون د یواړخیزه اجرا دوام د توجیه وړ ونه باله او ټینګار یې وکړ ایران د اټومی ژمنو د کمولو د ورپسې ګامونو پورته کولو ته هوډمن دی .

د ایران او  د سویډن د سیاسی سلامشورو پینځم (۵) پړاو پرون د ایران د خارجه وزیر د سیاسی چارو د مرستیال سید عباس عراقچی او د سویډن د خارجه وزیر د قائمقامې میرمن  انیکا سوډر (Annika Söder) په ګډون سره په تهران کښې ترسره شو .

عباس عراقچی په دغه غونډې کښې په دې خبرې سره چې د ایران د اټومی ژمنو د کمولو سیاست به له اټومی تړون څخه د ایران د اقتصادی ګټو تر پوره کیدا او د نظر وړ شرایطو تر تامینیدا پورې بدل نشی وویل ایران له اټومی موافقې د امریکا له وتلو او د واشنګټن لخوا د زیات دباو او بایکاټ له اعمالولو سره سره هڅه کړی ده چې هماغه راز د تعامل او د ډیپلوماسۍ لارې خلاصې وساتی خو له بده مرغه اروپا یوازې په سیاسی ملاتړونو بسنه کړی ده .

د ایران د خارجه وزیر دسیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی ټینګار وکړ د ایران اسلامی جمهوریت له اروپا هیله لری رغنده دریځونه غوره کړی او د اعتماد د جوړولو او د اټومی تړون د ژوند د دوام لپاره لګښت ورکړی .

د سویډن د خارجه  وزیر قائمقامې میرمن  انیکا سوډر هم په دغه غونډې کښې د دوه اړخیزه ملګرتیاو په فعال ډول د ساتلو او دوام لپاره د خپل هیواد د سیاسی ارادې په بیانولو سره وویل سویډن له اروپایی اتحادیې  سره د اټومی تړون د ساتنې او اجرا لپاره چې د ټولو خواو لپاره د  مثبتو اغیزونو او ګټو تضمینونکی دی ملاتړ کوی .

بریتانیا ، فرانسې او جرمنی له اټومی تړون دامریکا له وتلو وروسته ژمنه وکړه چې د ایران داقتصادی ګټو په تضمینولو سره دغه تړون وساتی .

 خو دغو دریو (۳) اروپایی هیوادونو د امریکا د اقدام په وړاندې له سیاسی او ژبنی مقاومتونو سره سره تراوسه د اټومی تړون د ساتلو لپاره  ورکړل شوی ژمنې نه دی پوره کړی .