اروپا د اټومی ژمنو په پوره کولو کښې پاتی راغلی ده
-
له اټومي تړون د امریکا وتل د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک ښکاره خلاف ورزۍ ده .
زمونږ خبریال وایی د ایران د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف په دې خبرې سره چې اروپا په اټومی تړون کښې د خپلو ژمنو د اجرا کولو وس نلری وویل د اټومی موافقې د لورو لخوا د ژمنو نه د اجرا کیدا په بڼه کښې به د ایران د اټومی ژمنو د کمولو لپاره نور ضروری اقدامات اجرایی شی .
د ایران داسلامی جمهوریت او د جنوبی افریقا د ګډ کمیسیون څوارلسمه (۱۴) غونډه د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د افریقا د خارجه وزیرې میرمن نالیډی پانډور (Naledi Pandor) په وینا سره پرون په تهران کښې وشوه .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په دغه غونډې کښې له اټومی تړون د امریکا وتل د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک ښکاره خلاف ورزۍ او د ملګروملتونو د ټولو غړیو د ارادې او د غوښتنې پرخلاف کار وباله .
جواد ظریف له اټومی تړون دامریکا له وتلو وروسته تر یوه (۱)کال پورې په اټومی موافقې کښې خپلو ژمنو ته د ایران د پاې بندۍ په تشریحولو سره ډاګینه کړه ایران د اټومی تړون د مادو پراساس او دهغو په شپږویشتمو (۲۶) او اوویشتمو (۲۷)مادو باندې استناد سره په دریو (۳) ګامونو کښې د خپلو ژمنو ځینې برخې په کاملا قانونی ډول ودرولې .
دجنوبی افریقا خارجه وزیرې میرمن نالیډی پانډور (Naledi Pandor) هم له اپارتایډ رژیم سره په مقابلې کښې د جنوبی افریقا د خلکو له مبارزو د ایران د ارزښمنو ملاتړونو په یادونې سره له یواړخیز پالنې سره د مخالفت او په بیلابیلو اقتصادی ، علمی او د نوی کیدونکو انرژیو په زمینو کښې د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو په دوام ټینګار وکړ .