د ايران جوړه «ياسين» نومې پرمختللې روزنيزې جېټ الوتکې مخکتنه اوشوه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85298-د_ايران_جوړه_ياسين_نومې_پرمختللې_روزنيزې_جېټ_الوتکې_مخکتنه_اوشوه
په پوره توګه د ايران جوړه کړې شوې ياسين نومې پرمختللې جېټ روزنيزې الوتکې مخکتنه نن د ايران د همدان ښار په شهيد نوژه فوځي هيډکوارټر کښې ترسره شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2019 09:35 Asia/Kabul
  • د ايران جوړه «ياسين» نومې پرمختللې روزنيزې جېټ الوتکې مخکتنه اوشوه

په پوره توګه د ايران جوړه کړې شوې ياسين نومې پرمختللې جېټ روزنيزې الوتکې مخکتنه نن د ايران د همدان ښار په شهيد نوژه فوځي هيډکوارټر کښې ترسره شوه.

د دغې ايرانۍ ماډرن جېټ الوتکې د مخکتنې په دستورو کښې چې د ايران د اسلامي جمهوريت د دفاع وزير جنرل امير حاتمي، د هوائي فوځ مشر جنرل عزيز نصيرزاده،د ايران د ولسمشر د سائنس او ټېکنالوجۍ مرستيال سورنا ستاري او يو شمېر حکومتي او فوځي چارواکي هم موجود وو دغه الوتکه والوځولې شوه.

دغه روزنيزه جېټ پرمختللې الوتکه د ايران د هوائي ځواک په مرستې سره د دفاع د وزارت د ماهرينو لخوا طراحي او جوړه کړې شوې ده.

ياسين نومې دغه جېټ الوتکه دولس ميټره پلن والے، څلور ميټره اوچتوالے او بغېر له باره پينځه نيم ټنه وزن لري او تر دولسو کيلوميټرو پورې الوت کولې شي.

دغه الوتکه په ګېنټه کښې لږ تر لږه دوه سوه کيلوميټره چټکتيا لري

د ايران اسلامي جمهوريت د دغې پرمختللې جېټ الوتکې په پلانولو او  جوړولو سره د نړۍ د هغو ګوتې شمېر څو هغو هېوادونو په قطار کښې راغے چې دغه ټېکنالوجي لري او ايران غواړي چې له نورو هېوادونو سره هم دغه توانمني شريکه کړي.