د اسلامی ایران د اټومی ژمنو کمول دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85457-د_اسلامی_ایران_د_اټومی_ژمنو_کمول_دوام_لری
زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی پرون په ماسکو کښې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسی چارو له مرستیال سرګی ریابکوف سره په کتنې کښې وویل تر هغه وخته چې اروپا خپلو ژمنو ته پاې بنده ونه وسی په اټومی تړون کښې د ایران د ژمنو کمول دوام لری .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2019 01:31 Asia/Kabul
  • له اټومي موافقې د امریکا وتل د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ ده .
    له اټومي موافقې د امریکا وتل د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ ده .

زمونږ خبریال وایی د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی پرون په ماسکو کښې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د سیاسی چارو له مرستیال سرګی ریابکوف سره په کتنې کښې وویل تر هغه وخته چې اروپا خپلو ژمنو ته پاې بنده ونه وسی په اټومی تړون کښې د ایران د ژمنو کمول دوام لری .

عباس عراقچی  په نیویارک کښې د اسلامی ایران د ولسمشر حسن روحانی  خبرواترو او د فرانسې پلان ته په اشارې سره وویل ایران تل د هر نوښت او ایډیا چې د موجود کړکیچ په سوله ایز د هواری سبب شی هرکلی کوی .

هغه ډاګینه کړه دا ډول نوښت یوازې هغه وخت د منلو وړ دی چې انډوله ، واقع بینانه او په اټومی تړون کښې دایران د ګټو تامینونکی ووسی .

د ایران دخارجه وزیر د سیاسی چارو مرستیال عباس عراقچی له اټومی تړون د امریکا له وتلو وروسته په خپلو ژمنو عمل کولو کښې د اروپا په ناتوانۍ او د امریکا په یواړخیزه سیاستونو نیوکې سره ټینګار وکړ که چیرې د ایران غوښتنې پوره نشی د ایران اسلامی جمهوریت به  د اټومی تړون د شپږدیرشمې (۳۶) مادې پراساس د خپلو اټومی ژمنو کمولو ته  دوام ورکړی .

هغه ټینګار وکړ د ډیپلوماسۍ لاره خلاصه ده خو دغه لاره هره ورځ لا پسې تنګیږی او سختیږی او په اټومی تړون کښې پاتې هیوادونه که چیرې د اټومی تړون د ساتلو لپاره په خپلې ارادې کښې جدی دی نو باید پوه شی چې کم وخت لری .

د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاند سرګی ریابکوف هم په دې خبرې ټینګار سره چې  له اټومی موافقې د امریکا وتل د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک خلاف ورزۍ ده وویل روسیه د څو اړخیز پالنې دسترې بریا په توګه د اټومی تړون ملاتړ کوی او د دغه موافقې د ساتلو لپاره به هڅه وکړی .