ایران د عراق پرمختیاوې په دقت سره څاری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85504-ایران_د_عراق_پرمختیاوې_په_دقت_سره_څاری
ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «سید عباس موسوی» د عراق په وروستیو پیښو باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د لسګونو کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا او د عمومی ځایونو د ورانیدا سبب شوې وویل ایران د عراق بدلونونه په دقت او حساسیست سره تعقیبوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 27, 2019 08:05 Asia/Kabul
  • د مظاهرو په رامینځته کولو کښې سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، اسرائیلو او امریکا رول لرلی دی چې دغه هیواد ناامنه او بې ثباته کړي .
    د مظاهرو په رامینځته کولو کښې سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، اسرائیلو او امریکا رول لرلی دی چې دغه هیواد ناامنه او بې ثباته کړي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «سید عباس موسوی» د عراق په وروستیو پیښو باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره چې د لسګونو کسانو د وژل کیدا او د ژوبلیدا او د عمومی ځایونو د ورانیدا سبب شوې وویل ایران د عراق بدلونونه په دقت او حساسیست سره تعقیبوی .

عباس موسوی په عراق کښې د روانو حالاتو په هکله وویل د ایران اسلامی جمهوریت د دغه  هیواد دخلکو د غوښتنو او مطالبو چې په روښانه ډول د دینی مرجعیت په بیانیو او څرګندونو او دغه راز د لومړی وزیر عادل عبدالمهدی په ویناو کښې ورباندې ټینګار شوی دی ملاتړ کوی .

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عباس موسوی د عراق په و روستیو پیښو باندې په ژور خپګان څرګندولو سره وویل مونږ ډاډمن یوو چې د عراق حکومت ، ملت او مرجعیت کولای شی په مشکلاتو برلاسی شی او په پیوستون سره د عراق د ابادولو کار ته دوام ورکړی .

هغه وویل د ایران اسلامی جمهوریت د نوی عراق د جوړیدا له وخت راهسې تل د دغه هیواد د حکومت او دخلکو ملاتړی وو او دی او په حساسو پړاونو کښې یې خپل ظرفیتونه د عراق دوست ، ورور او ګاونډی هیواد په اختیار کښې ورکړی دی .

د  عراق ځینې ولایتونه په تیرو څو اونیو کښې په اداری فساد ، د کارروزګار په نشتوالی او د عمومی خدماتو په نامناسب  حالت اعتراض کښې د مظاهرو کتونکی دی خو دغه اعتراضونه اوس د تاوتریخوالو په لور تللی دی او له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوی دی .

نښې نښانې د دې ښودنه کوی چې په عراق کښې د مظاهرو په رامینځته کولو کښې سعودی عربستان ، متحده عربی اماراتو، اسرائیلو او امریکا رول لرلی دی چې دغه هیواد ناامنه او بې ثباته کړی .