د عراق د ستونزو اصلي وجه امریکه ده
د تهران امام جمعه: د امریکې حکومت له تیرو شپاړسو کلونو راهیسې د جنګي تاوان په نامه هره ورځ د عراق څه باندې یو میلیون بیرل تیل لوټي او د عراق د اقتصادي ستونزو یوه ستره وجه امریکا ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب د عراق بدلونونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د امریکې حکومت له تیرو شپاړسو کلونو راهیسې د جنګي تاوان په نامه هره ورځ د عراق څه باندې یو میلیون بیرل تیل لوټي او د عراق د اقتصادي ستونزو یوه ستره وجه امریکا ده.
آیت ا... محمد علي موحدي کرماني د تهران د جمعې لمانځه په خطبو کښې په دې خبرې سره چې دښمن غواړي د سیمې په هیوادونو کښې یو فرصت پیدا کړي او ترې ګټه پورته کړي، زیاته کړه: په عراق کښې د امریکې سفیر ښه په جار د تشدد ملاتړ کوي او د عراق پوځي ځواکونه په ډاګه د دغو کړنو له کنټرولولو منع کوي.
آیت ا... موحدي کرماني څرګنده کړه: په عراق کښې د لویدیځ له خوا روزل شویو بهیرونو په کربلا او بصره کښې یولړ جنایتونه کړې دي او د عراق خلکو ته پکار دي چې خپلې لیکې له هغوي بیلې کړ.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب له قانوني لارو د عراق د خلکو د اقتصادي ستونزو په هواریدو باندي په ټینګار سره وویل: د عراق خلک د خپل قانوني حکومت او مرجعیت تر سرپرستۍ لاندې دي، د اصلاحاتو حل لاره پيژني او د خپلو ستونزو د هوارولو توان لري.
آیت ا... موحدي کرماني د لبنان پیښو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: د لبنان د خلکو د مظاهرو اصلي جرړه معیشتي ستونزو ته د حکومت بې پامي ده.
د تهران د جمعې لمانځه خطیب ټینګار وکړ: د لبنان د وزیراعظم استعفا وښودله چې د دغه هیواد ځینې سیاسي بهیرونه د اسرائیلو د رژیم، امریکې او د ځینو عربو رژیمونو مصلحت ته د خپلو خلکو په مصلحت باندې ترجیح ورکوي.