ظريف: اروپايان دې په خپلو زمنو پابند اوسي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85707-ظريف_اروپايان_دې_په_خپلو_زمنو_پابند_اوسي
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير پرون د ايران د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام په درشل کښې په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې اروپائي هېودونو ته به خطاب کښې له هغوي وغوښتل چې په برجام کښې دې په خپلو ژمنو پابند اوسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2019 02:23 Asia/Kabul
  • ظريف: اروپايان دې په خپلو زمنو پابند اوسي

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير پرون د ايران د برجامي ژمنو د کمولو د څلورم ګام په درشل کښې په خپل يو ټوئيټري پېغام کښې اروپائي هېودونو ته به خطاب کښې له هغوي وغوښتل چې په برجام کښې دې په خپلو ژمنو پابند اوسي.

د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په خپل توئيټ کښې وليکل، د برجام د يو مفاد د زوړوند په حال کښې راوستلو کښې د ايران څلورم ګام د امريکې او د اروپائي ټروئيکا د ژمنو د خلاف ورزۍ د ځواب په توګه د دغې موافقې به ۳۶ پېرېګراف کښې اټکل شوے دے.

ظريف زياته کړه، د اروپائي اتحاديې او دريو اروپائي هېوادونو لپاره ساده حل لاره دا ده چې په خپلو ژمنو دې پابند اوسي نو ايران به هم په دغه لار تګ وکړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په دغه پېغام کښې همدارنګ د ۲۰۱۸ کال په نومبر کښې د امريکې د خارجه وزير مائک پومپئو د يوې مرکې انځور خپور کړ او يادونه يې وکړه چې پومپئو د دې سبب شوے دے چې د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د برجام په اړه غلطه فېصله وکړي.