له ایټمی پوهې او ټیکنالوجۍڅخه د استفادې لپاره د ایران وروستی ګامونه
له درستو بندیزونو سره سره،ایران په تیرو کلونو کې دخپلوځای متخصصانو په زیار او هڅو سره د یورانیمو پخول (یعنی د ایټمی سونګو بشپړ څرخ)ترلاسه کړ او اوس په دغه ډګر کې د پوهې او سائنس او ټیکنالوجۍ له پلوه د نړۍ د ګوته په شمیر پرمختللو هیوادونو په لیکه کې شامل شوی دی .
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحی پرون د ایران د بوشهر د ایټمی بټۍ د دوهم ایټمی ریئکټر د جوړولو د کار د پیلیدا په دستورو کې ددې موضوع په بیانولو او همداراز د ایټمی پوهې د اهمیّت په باب د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ویناؤ ته په اشارې سره وئیلی دی ، ایټمی صنعت د هیواد د صنعتونو په ټولګې کې اقتدار رامینځةکولی شی او دا چې دغه صنعت د اقتدار بالقوه منشاء او سرچینه کیدلی شی ، نو ځکه د اسلامی انقلاب دښمنان غواړی، له مونږه د اقتدار دغه سرچینه واخلی .
علی اکبر صالحیهمداراز ووئیل،اسلامی ایران تیار دی،خپلې ایټمی تجروبې د فارس خلیج د حوزې هغو هیوادونو ته چې له ایټمی انرژۍ څخه په استفادې کې ئې نوو کړنو ته مخه کړې ده ، منتقلې کړی .
د ایران د اسلامی جمهوریت دبوشهر ددوهمې او دریمې بټۍ د جوړیدا بنیاد په ۲۰۱۶کال کې کیښودل شوی دی .
تمه کیږی ،دوهم ایټمی ریئکټر په ۱۴۰۴لمریز کال او دریم ایټمی ریئکټرهم په ۱۴۰۶لمریز کال کې افتتاح شی .
د ایټمی بټۍ د جوړونې ټیکنالوجۍ او مهارت ته د ایران د واریدیدو دروازه ،د روسیې هیواد ملګرتیاوه او د بوشهر بټۍ د دغې په زړه پورې ملګرتیا یوه بیلګه ده .
د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې مشر ددې خبرې په کولو سره چې اوس د تل پاتې ایزوتوپونو د تولید پشمول په علمی ډګر کې له روسیې سره د نوروډیر کارونه د ترسره کیدا په حال کې دی ، وئیلی دی ، دبوشهر ایټمی بټۍ په راتلونکی کې د بوشهر د خلکو لپاره د څښاک له دوه لکه تر څلورو لکو میټرمکعب پورې اوبه ورکولی شی او ددغو دو بټیو په افتتاح سره به په ساعت کې کابو دوه زره کلوواټ بریښنا تولید شی .
په ایران کې د ایټمی پوهې پراختیا له نړیوال اعتماد او باؤره برخمنه ده .
له درستو بندیزونو سره سره،ایران په تیرو کلونو کې دخپلوځای متخصصانو په زیار اوهڅو سره د یورانیمو پخول (یعنی د ایټمی سونګو بشپړ څرخ)ترلاسه کړ او اوس په دغه ډګر کې د پوهې او سائنس او ټیکنالوجۍ له پلوه د نړۍ د ګوته په شمیر پرمختللو هیوادونو په لیکه کې شامل شوی دی.
په دغې لارې کې دایران یوشمیر ایټمی سائنسدان د ترهه ګرو اقدماتو په نښه شوی او شهیدان شوی دی،خو په دغې ویاړمنې لارې کې حرکت یوه شیبه هم نه دی دریدلی .
دا یران اسلامی جمهوریت د ایټمی پوهې د پیچلو ټیکنالوجیو په ډګر کې د تهران د څیړنیز ایټمی ریئکټر د سونګو د پلیټونو په پلانونې او تولید سره، ددغه ریئکټر د فعالیت امکان چې د سختو او مشکلو ناروغیو په درملنې کې د اړتیاوړ درملو په تولید کې ترې استفاده کیږی ، برابر کړ .
د تجهیزاتو په بحث کې ، هم تیره اونۍ د ایران د ایټمی انرژۍ د ادارې د مشر په شتون سره د آئی آر 6 ډوله دیرشو ماډرن سنټرفیوژونو کړۍ،د نطنز د یورانیمو دپخونې په کمپلیکس کې نندارې ته وړاندې شوه.دغه سنټرفیوژونه،د لومړنی ډول د سنټرفیوژونو لس برابره زیات یورانیم پخولی شی . دغه توانمنۍ ښئ چې ایران په ایټمی حوزې کې ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړی دی .
بریالیتوبونه په داسې شرائطو کې ترلاسه شوی دی،چې لویدیځی هیوادونو د نړیوالو ژمنتیاؤ په خلاف، له ایران سره له ایټمی ملګرتیا ډ ډه کړې او د ایټمی انرژۍ پر نړیوال آژانس ئې ددباؤنو په اچولو سره هڅه کړې ده ،له ایران سره د تخنیکی مرستو خنډ شی .
د ایران اسلامی جمهوریت ، البته د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس د مقرراتو او دومدارو څارنو په چوکاټ کې ، په دغې لارې کې بریالی شوی او د ایټمی پوهې پیچلی تیکنالوجی ئې ترلاسه کړې ده . په نورو علمی او ساینسی ډګرونو کې هم ایران دپام وړ ځانګړنې درلودلی چې د بندیزونو په پړاؤ کې ترلاسه شوی دی .