ایران دنړیوالې ایټمی موافقې پیټی یوازې پخپل مټ نشی ګرځولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i85839-ایران_دنړیوالې_ایټمی_موافقې_پیټی_یوازې_پخپل_مټ_نشی_ګرځولی
د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژآنس د نوی راپور په اساس ، له ۲۰۱۶کال دجنورۍ له شپاړسمې نیټې راهسې تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په سختې څارنې او پلټنې او روا فعالیتونه دوام لری.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 12, 2019 04:07 Asia/Kabul
  • ایران دنړیوالې ایټمی موافقې پیټی یوازې پخپل مټ نشی ګرځولی

د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژآنس د نوی راپور په اساس ، له ۲۰۱۶کال دجنورۍ له شپاړسمې نیټې راهسې تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په سختې څارنې او پلټنې او روا فعالیتونه دوام لری.

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  په ملګرو ملتو کې د اسلامی ایران  سفیر اسحاق آل حبیب  بیګا  دملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ په څلوراویایمې غونډې کې   چې  د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس  د راپور په موضوع سره جوړه شوی ، زیاته کړې ، ایران د این پی ټی  تړون  په اساس  خپلو ژمنتیاؤ او  دسیف ګارډز  اجرا ته دوام ورکوی  او دجامعې نړیوالې ایتمی موافقې  د ما دو په اساس  هم  خپلو ژمنو ته پابند دی ، تر هغه وخته چې  نور لوری هم  خپلو ژمنو ته پابندووسی .

 آل حبیب  ددې خبرې په کولو سره چې  نړیواله ایټمی موافقه  د بندیزونو د ختمولو  او  له ایران سره  د تجارتی او اقتصادی عادی  اړیکو  د دودولو په لړ کې رامینځةشوی ، ووئیل ،پر دې اساس ، د نړیوالې ایټمی موافقې  لوری باید  ددغې نړیوالې  موافقې  د اجرا ملاتړ وکړی ا و   ددې له کمزوری کولو او  او هر ډول هغه اقدام او  سیاسته چې  په مستقیم ډول  له ایران سره د تجارتی او اقتصادی اړیکو  پر عادی کولو منفی اغیزې شیندی ډډه وکړی .

همداراز  په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې  د ایران استازی  کاظم غریب آبادی هم  بیګا وئیلی دی ، د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژآنس  د نوی راپور په اساس ، له ۲۰۱۶کال دجنورۍ له شپاړسمې نیټې راهسې تر دې دمه  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په سختې څارنې  او پلټنې  او روا فعالیتونه  دوام لری.

له دې سره په یووخت د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست مسئولې میرمن  فډریکا موګریني ددغې نړیوالې ایټمي موافقې په وړاندې د امریکا د ژمنتیاؤ ماتولو او د اروپا بدعهدیو ته له اشارې پرته   له ایټمي موافقې د ایران د وتلو  په باب اندیښنه څرګنده کړې  او د ایران له خوائې  څلورم ګام پورته کول اندیښمنونکی بللی دی .  هغې وئيلي په دې باب دآژآنس د راپور په تمه یوو او په دې اړه به  اروپائي اتحادیه او اروپائي ټرائيکا  ورته غبرګون وښئ .