امریکا باید د داعش ډلې دجوړولو په خاطر تعقیب شی
ایرنا خبری اژانس وایی د اسلامی نړۍ سیاسی فعالانو او ګوندونو له داعش ډلې ، صهیونیسټ رژیم او سعودی عربستان څخه د ملاتړ په دلیل د امریکا د چارواکو د تقعیبولو غوښتنه وکړه .
په تهران کښې د اسلامی نړۍ د سیاسی فعالانو او ګوندونو په دوهمې (۲) نړیوالې غونډې کښې ګډون کونکو سیاسی فعالانو پرون مازیګر د یوې (۱) خبر پاڼې په خپرولو سره د مذهبونو د نږدې کولو له نړیوالې ټولنې وغوښتل په نړیواله کچه د قضایی او د حقوقي مراجعو له لارې د داعش ډلې د جوړولو او دغه راز د فلسطین دخلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم او دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان د حکومت د جنایتونو د ملاتړ په دلیل د امریکا محکومیت او له واشنګټن څخه د ګرمې اخیستل تعقیب شی .
د اسلامی نړۍ د سیاسی فعالانو او ګوندونو اتحادیې دغه راز د فلسطین د ابدی او دائمی پلازمینې په توګه د بیت المقدس د موجودیت په نه بدلیدا ټینګار سره وویل د فلسطین او د مقاومت د چورلیز ملاتړ د سیاسی فعالانو او ګوندونو لپاره یوه(۱)اصلی ستراتیژۍ ده .
د اسلامی نړۍ د سیاسی فعالانو او د ګوندونو دوهمه (۲)نړیواله غونډه پرون د نړۍ د څه دپاسه پنځوسو (۵۰)هیوادونو د سیاسی فعالانو په ګډون سره په تهران کښې وشوه .