د ترهګرۍ پنځونکي هیوادونه دې خودساخته ستونزې په ایران پورې نه تړي
د ایران د خارجه وزارت ویاند (د منامې خبرې اترې) نومې غونډه کښې د ځینو ګډونوالو له خوا د مطرح شویو بې بنیاده څرګندونو او تورونو په غبرګون کښې، د دغو څرګندونو په بې ارزښته بللو سره د ایران په اسلامي جمهوریت پورې شوي تورونه غلط وبلل.
سید عباس موسوي پرون په سیمه کښې په خرابونکو اقداماتو باندې د ایران د تورنیدو په غبرګون کښې څرګنده کړه: کوم هیوادونه چې په خپله د ترهګرۍ پنځونکي او د افراط پالنې دودونکي دي او د ښه ګاونډیتوب د اصل په خلاف ورزۍ سره د نورو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه کوي او د پردیو ځواکونو په جلبولو سره یې د سیمې امنیت کمزوری کړی، نه شي کولی چې د نورو په ملامتولو سره خودساخته مشکلات د ایران د اسلامي جمهوریت په غاړه راواچوي.
موسوي څرګنده کړه: د سعودي عربستان په مشرۍ په یمن باندې پوځي تیری او په خاورو او وینو کښې د دغه هیواد د لسګونه زره بیګناه ښځوا واو ماشومانو لغړول او د یمن د ټولو بیخ بیناؤ نابودول او د روا حکومتونو د پرځولو او تر خپل ملاتړ لاندې رژیمونو د واکمنول لپاره په هلوځلو کښې د استعماري کړنو کارول به د سیمې او نړۍ د عامه افکارو هیر نه شي.
د ایران د خارجه وزارت ویاند دغه هیوادونه د توهم پریښود او د سیمې د ثبات، امنیت او پرمختګ لپاره د حقیقتونو منلو، خبرواترو او ډله ایزې ملګرتیا ته راوبلل.
د ویلو ده چې د منامه خبرې اترې په نوم د سیمه ایز امنیت پنځلسمه غونډه وړمه شپه د بحرین په پلازمینه منامه کښې پیل شوې ده.
د عربستان په بهرنیو چارو کښې سلاکار وزیر عادل الجبیر او د اماراتو په خارجه چارو کښې سلاکار وزیر انور قرقاشي وړمه ورځ په دغې درې ورځنۍ غونډې کښې د ایران اسلامي جمهوریت په سیمه کښې د خرابونکو اقداماتو په ترسره کولو تورن کړی دی.