ايران په ناروے کښې د قرآن په سوزولو سخت احتجاج وکړ
ايران په ناروے کښې د قرآن په سوزولو سخت احتجاج وکړ
په ناروے کښې د سيان تندلارې ډلې د مشر لخوا د قرآن مجيد له سوزولو وروسته په تهران کښې د ناروے د سفير په غېرحاضرۍ کښې د دغه هېواد شارډزفئر د ايران خارجه وزارت ته حاضر کړے شو.
د خارجه وزارت د اطلاع رسونې د عمومي ادارې د رپوټ له مخې د ايران د خارجه وزارت د اروپا د شمال د چارو ادارې په تهران کښې د ناروے د سفارت شارډزفئر په حاضرولو او ورته د سيان افراطي ډلې د مشر په دغه ډېر بد اقدام باندې د سخت احتجاج په وړاندې کولو سره د تندلاريتوب او تاوتريخوالي په پراختيا کښې د دا ډول اقداماتو د خطرناکو اړخونو نتائجو په اړه خبردارے ورکړ.
د ايران د خارجه وزارت د اروپا د شمال د چارو ادارې همدارنګ په ټوله نړۍ کښې د مسلمانانو د جذباتو او احساساتو ژوبلېدو ته په اشارې سره واضحه کړه، د بيان د ازادۍ په بهانه په نړۍ کښې له يونيم ميليارډ زياتو مسلمانانو د عقائدو او مقدساتو د سپکاوي اجازت نه شي ورکېدې.
د ايران د خارجه وزارت د اروپا د شمال د چارو ادارې د ناروے له حکومته په تاکيد سره وغوښتل چې د داسې فتنه رابرسېره کونکو اقداماتو څخه دې مخنيوے وکړي او دغه ډېر بد اقدام کونکو ته دې سخته سزا ورکړي.
په تهران کښې د ناروے شارډزفئر هم خپل حکومت ته د ايران د اسلامي جمهوريت د سخت احتجاج په منتقلولو باندې په تاکيد سره وويل، د ناروے حکومت ځان ژمن بولي چې په دغه هېواد کښې د مېشته مسلمانانو له امنيته ملاتړ او د تندلارو او اختلاف اچونکو اقداماتو مخنيوے وکړي.
د تېر خالي په ورځ د ناروے په کرېسټين سېنډ ښار کښې يوې اسلام دښمنې ډلې د قرآن مجيد په سوزولو سره د مسلمانانو د آسماني کتاب سپکاوے وکړ چې دغه اقدام د نړۍ د مسلمانانو سخت ردعمل او قهر راوپاروۀ.