د نړیوالې ایټمی موافقې نجات د اروپائی لورو له هڅوسره تړلی دی
ایران د نړیوالې ایټمی موافقې او د خپل توغندوی پروګرام په سر بیا خبرې نه کوی ، توغندی د ایران دامنیت لپاره یو مهم ضرورت دی .
د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی د هالینډ له این سی آ ر خپرونې سره په خبرو کې وئیلی دی ، تر دې دمه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ژغورنې لپاره هیلې شته دی ، خو دا مهم د خپلو ژمنو اجرا ته د اروپایانو په پابندۍ پورې اړه لری .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې نړیواله ایټمی موافقه د خاص خیال ساتنې په وضعیّت کې ده ، وئیلی دی ، اروپایان باید لازیاته هڅه و کړی ،څو له ایران سره د ۵+۱ډلې شوی نړیوالې ایټمی موافقه وژغورل شی .
د ایران مرستیال خارجه وزیر وئیلی دی ، یو هغه درس چې ایران د جامعې نړیوالې ایتمی په د غه روان بهیر کې زده کړی ، دا دی ، چې د ژمنو د اجرا او معاملې نتیجه ، د ایران په ضد لازیا بندیزونه دی .
عباس عراقچی ټینګار کړی ، که دغه رویّه او روده دوام وکړی ،نو ایران هم خپل کړچارونه او رودې بدلوی او د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې بل درس دا ؤ چې مقاومت، دملګرتیا لپاره له ګروهنې زیات لاښه ځواب ورکوی . عراقچی ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ایران د امریکا دخوښې وړ موافقې په باب خبرواترو ته حاضر دی ، ووئیل ، ایران د نړیوالې ایټمی موافقې او د خپل توغندوی پروګرام په سر بیا خبرې نه کوی ، توغندی د ایران دامنیت لپاره یو مهم ضرورت دی .