د ایران د لیندۍ د ۱۲ نیټې ځینې مطبوعات
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86293-د_ایران_د_لیندۍ_د_۱۲_نیټې_ځینې_مطبوعات
د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... ریسی ویلی په وروستیو بلواګانو کې د تاوان لیدونکی تاوان باید جبران شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2019 08:40 Asia/Kabul
  •  د ایران د لیندۍ د ۱۲ نیټې ځینې مطبوعات

د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... ریسی ویلی په وروستیو بلواګانو کې د تاوان لیدونکی تاوان باید جبران شی .

جمهوری اسلامی

 

د ایران د ولسمشر لومړی مرستیال ښاغلی اسحاق جهانګیری ویلی دی پیوستون او ملی انسجام له سختو شرایطو د ایریدا لار ده .

ښاغلی عراقچی  جاپان ته په سفر کې ویلی دی چی ایټمی موافقه ، دګتې ، ګټې یوه نړیواله موافقه وه .  د ایران مرستیال خارجه وزیر  عباس عراقچی چې له چین وروسته د جاپان په سفر ټوکیو ته تللی،وئیلی دی جامعه نړیواله ایټمی موافقه  د سیاسی بریالیتوب یوه نړیواله موافقه  ده چې د نړیوالو قدرتونو په لاس  دنړیوالو رغنده  چارو په باب یوه سټراټژیکه او بریالۍ موافقه شمیرل کیږی  .

 د جاپان د نړیوالو چارو د موسسې د شپیتمې کلیزې  په مناسبت د ټوکیو  نړیوالوخبرواترو لومړنی سیمنار همدااوس په ټوکیو کې د بیلابیلو هیوادونو د سیاسی اوعلمی شخصیتونو او د مطالعاتی  مرکزونو دمشرانو  په شتون سره د ترسره کیدا په حال کې ده .

د ایران د اسلامی شورا لپاره د نومونو لیکل پیل شوی دی .

د عراق په نجف اشرف کې د اسلامی ایران په کونسلیټ د حملې اصلی محرک نیول شوی دې . نیول شوی کس اعتراف کړی دی چی په عراق کی یې د اماراتو له سفارت دیرش زره ډالره د اسلامی ایران د سفارت د سوزولو لپاره ترلاسه کړی دی .

 

حمایت ورځپاڼه

 

د ایران د قضاییه قوې مشر ایت ا... ریسی ویلی په وروستیو بلواګانو کې د تاوان لیدونکی تاوان باید جبران شی .

د صیهونیسټ رژیم جنګ وزیر د الخلیل ښار په زړه کې د نوی ښارګی د جوړولو خبر ورکړ .

د دوهمې ورځې تر پاې د ایران د اسلامی شورا د انتخاباتو لپاره ۱۸۴۴ کسانو نومونه ثبت کړی دی .

د عراق ولسی ځواکونو الحشد الشعبی د عراق په ختیځ کښې په دیاله ولایت کښې په خانقین ښار د حملې لپاره د داعش ترهګرې ډلې هڅه ناکامه کړه .

ایران د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مهم شریک دی .ورځپاڼه په دې هکله لیکی په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر د ایران اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مهم شریک وباله.

کاظم غریب آبادي وویل: ایران د پراختیا په حال کښې یو هیواد او د پام وړ فعالیتونو او ایټمي پروګرامونو په وجه تل د ایټمي انرجۍ نړیوال آژانس او د هغه ځانګړي رول ته پام لرلی دی.

غریب آبادي ټینګار وکړ چې د ایران او د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس ترمینځ د رغنده کاري اړیکو ساتل ډیر مهم دي نو ځکه باید دا بهیر په یوه خپلواکه، مسلکي او بې پلوه طریقه ترسره شي.

د یمن د ملی ژغورنې د حکومت دکورنیو چارو وزارت په هیواد کښې د سعودی عربستان د جاسوسۍ ادارې د ورانکار پلان دشنډولو خبر ورکړ.

 

کیهان

 

د سوریې پوځ له څلورو کلونو وروسته د سوریې کردمیشته ولایت ته ورداخل شو .

د امریکا د مالیې وزارت پخوانی مقام  رابرټس ویلی دی چی د ایران وروستی بلواګانې د سی ، ای ، اې په وسیله پلان او منظمې شوی دی .

د بابري جومات په هکله د هند د سترې محکمې په حکم اعتراضونه دوام لري . د آل انډیا مسلم لیګ ګوند عمومي منشي د مندر جوړولو لپاره هندوانو ته د بابري مسجدد مځکې د ورکولو په لړ کښې د هندوستان د سترې محکمې په وروستۍ پریکړې اعتراض وکړ.

امریکا او عربستان په عراق کې د داعش د بیا فعالولو لپاره بې ځنډه هلې ځلې کوی .

د امریکا د ولسمشرۍ کاندید سینډرز وایی ۵۰۰ زره امریکایان شپې په واټونو کې څملی .

تهران او بیجنګ د برجام په هکله ډیرو موافقو ته سره رسیدلې دي . میرمن هوآ چونینګ بیجنګ ته د ایران د خارجه وزارت د سیاسي مرستیال سید عباس عراقچي سفر او له خپل چیني همرتبه ماجاؤ شي سره یې د هغه کتنې ته په اشارې سره وویل: دواړو لورو په خپلو خبرواترو کښې د ملګرتیاؤ د پیاوړتیا، د ایټمی موافقې د اغیزناکې او هراړخیزې اجرا لپاره د هلوځلو د دوام، د نړیوالو حقوقو له مخې د نړیوالو معادلاتو د ساتنې، په سیاسي طریقو د مسائلو په هواري باندې د پابندۍ او د سیمې د سولې  او ثبات د پياوړتیا په شمول ډیرو برخو کښې موافقې ته سره ورسیدل.

د امریکا د انرژۍ وزیر هم استعفا ته له ټرمپ سره په کار کولو ترجیح ورکړ .

فرانسې د لبنان په تعلیمی او روزنیز نظام کې په دیکته کولو سره په درسی کتابونو کې حزب ا... او حماس  د ترهه ګرو ډلو په توګه  معرفی شوی دی .