د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې مشکلات نور هم په زیاتیدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i86361-د_جامعې_نړیوالې_ایټمی_موافقې_مشکلات_نور_هم_په_زیاتیدا_دی
د روسیی مرستیال خارجه وزیر ریابکوف زیاته کړې ده، امریکا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په له مینځه وړلو پسې ده او غواړی ، پر نورو خپلې سیاسی ارادې وتپی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 06, 2019 11:04 Asia/Kabul
  • د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې مشکلات نور هم په زیاتیدا دی

د روسیی مرستیال خارجه وزیر ریابکوف زیاته کړې ده، امریکا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په له مینځه وړلو پسې ده او غواړی ، پر نورو خپلې سیاسی ارادې وتپی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د روسیې مرستیال خارجه وزیر سرګئ ریابکوف  د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې  په وړاندې د  اروپائی لوری بدعهدیو ته په اشارې سره  وئیلی دی ، ددغې نړیوالې ایټمی موافقې د تل پاتې تضمین په باب  د  لورو لټی  به د حالاتو د ترینګلتیا  لامل شی .

 ریابکوف  زیاته کړې ده،امریکا د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې په له مینځه وړلو پسې ده  او غواړی ، پر نورو خپلې سیاسی ارادې  وتپی .

 د روسیې مرستیال خارجه وزیر  همداراز  په ویانا کې د جامعې نړیوالې ایټمی  موافقې  د ګډ کمیشن کیدونکی غونډې ته په اشارې سره وئیلی دی ،  په دغې ناستې کې به د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د ژغورنې په باب  بحث او مشورې وکړی .  

 جرمنی،انګلستان او فرانسې  د تیر کال  دمئ په اتمه نیټه   له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا  له غیر قانونی وتلو وروسته  ژمنه کړې وه چې  د ایران د  اقتصادی ګټو په تضمینولو سره  دغه نړیواله موافقه ساتی .   خو تر دې دمه ئې له خپلې خوا پخپلو ژمنو  هیڅ ډ ول عملی ګام نه دی پورته کړی ، چې داښئ  اروپایان د امریکایانو په پل  دپلۀ په کیښودلو سره   یوازې وخت ضائع کوی .