د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې ساتل ډله ایزمسئولیّت دی
د نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن څوارلسمه غونډه د دسمبر په شپږمه نیټه د اسلامی ایران د مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی او د اروپائی اتحادئې په نمایندګۍ د هلګا شمیډ په مشرۍ د چین ، فرانسې ،جرمنی ، روسیې او انګلستان د استازو په شتون سره ترسره شوې
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ د اروپائی اتحادئې د بهرنی سیاست نوی مسئول جوزف بورل بیګا په خپل ټولنیز چینل کې لیکلی دی،جامعه نړیواله ایټمی موافقه د نړیوال امنیت او همداراز د ایټمی پراختیا دبندیز لپاره یوه حیاتی موافقه ده او مونږ له ایران سره د نړیوالې ایټمی موافقې د ساتلو لپاره ډله ایز مسئولیت لرو .
جوزف بورل هغه اسپانیائی ډیپلوماټ دی چې په همداوروستیو کې د اروپائی اتحادې د بهرنی سیاست د نوی مسئول په توګه د میرمن فډریکا موګرینی جانشین شوی دی . هغه پخپلې کارنامې کې له ۲۰۰۴کاله تر ۲۰۰۷کال پورې د اروپائی کمیشن مشری کول هم لری .
بورل دغه راز زیاته کړې ده ، د برجام د ګډ کمیشن دغونډې د ترسره کیدا په دوام کې د غږملونکی په توګه د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دبشپړ اجرا او د اوسنی منفی بهیر د ختمولو لپاره دبلنې ملاتړ کوم .
د نړیوالې ایټمی موافقې د ګډ کمیشن څوارلسمه غونډه د دسمبر په شپږمه نیټه د اسلامی ایران د مرستیال خارجه وزیر عباس عراقچی او د اروپائی اتحادئې په نمایندګۍ د هلګا شمیډ په مشرۍ د چین ، فرانسې ،جرمنی ، روسیې او انګلستان د استازو په شتون سره ترسره شوې او په پایزې اعلامیې کې ئې راغلی دی ، غړی هیوادونه له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې څخه د امریکا له یواړخیز ا و وتلو وروسته په تیرو څوارلسو میاشتو کې خپلو ژمنو ته دایران په پابندۍ او د هغو بندیزونو په بیا اعمالیدا چې له دغې نړیوالې ایټمی موافقې د ایران دګټه اخستنې خنډ شوی اعتراف کړی دی.