د ایران د روسیې او د چین سمندری مانوره پیل شوه
(last modified Fri, 27 Dec 2019 09:22:57 GMT )
Dec 27, 2019 13:52 Asia/Kabul
  • د ایران د روسیې او د چین سمندری مانوره پیل شوه

زمونږ خبریال وایی د ایران د روسیې او د چین ګډه سمندری مانوره نن د ډله ایز اتحاد او د ملګرتیا په سیوری کښې د پایداره امنیت ، دوستۍ او د سولې په پیغام سره د هند اوقیانوسیې په شمال کښې پیل شوه .

د ایران د سمندری ځواک د عملیاتو مرستیال او د چین د روسیی او د ایران د درې اړخیزه سمندری مانورې ویاند امیر البحر «غلامرضا طحانی» په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې وویل د هند اوقیانوسیې د شمال سیمه ډیر امنیت لری او دغه پایداره امنیت د ایران د وسله والو ځواکونو په اقتدار سره ټینګ شوی دی .

هغه په دې خبرې ټینګار سره چې هیڅوک  ایران څنګ ته نشی کولای وویل د دغه سمندری مانورې ترسره کیدل په دې معنا دی چې د روسیې د چین او د  ایران اړیکې معنا لرونکی سویې ته رسیدلی دی او دغه اړیکې به په راتلونکو کلونو کښې هم دوام ولری .

د ایران د چین او د روسیې ګډه سمندری مانوره چې نن پیل شوی ده څلور (۴) ورځې ادامه لری .

 

ټیګونه