د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو قضايي اقدامات دې چټک کړی شي
(last modified Sat, 11 Jan 2020 08:24:10 GMT )
Jan 11, 2020 12:54 Asia/Kabul
  • د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو قضايي اقدامات دې چټک کړی شي

د ایران د قضاییه قوې مشر د اسلامي ایران د وسله والو ځواکونو د قضايي ادارې مشر ته په یو حکم کښې د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو د پيښې د قضايي مستنداتو او اقداماتو په راغونډولو ټینګار وکړ.

سید ابراهیم رئیسي نن د تهران په اطرافو کښې د یوکرایني الوتکې د نسکوریدو له پیښې او په کښې د یوشمیر ایرانیو او د ځینو نورو هیوادونو د ښاریزو له وژل کیدو د خواشینۍ په څرګندولو سره د ایران د وسله والو ځواکونو د قضايي ادارې مشر شکر ا... بهرامي ته په یو لیک کښې څرګنده کړه: زر تر زره دې په دې پيښې پورې د اړوندو مستنداتو په راغونډولو او له باخبرو مسئولو چارواکو د توضیح په ترلاسه کولو سره د دې بدې پیښې د رامینځته کونکو عاملانو د قضايي حقیقت د پیژندنې په لړ کښې اقدام وشي.

هم داشان د ایران لوې څارنوال محمد جعفر منتظري هم د تهران پوځي څارنوال ته په یو لیک کښې د یوکرایني الوتکې د پیښې د وجوهاتو او عواملو په پیژندل کیدو ټینګار وکړ.