ايران له پاکستان سره د دوستانه تعلقاتو مضبوطيه غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i87235-ايران_له_پاکستان_سره_د_دوستانه_تعلقاتو_مضبوطيه_غواړي
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر بېګا په تهران کښې د پاکستان د خارجه وزير په کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې ايران غواړي د سيمې له ټولو هېوادونو سره نزدې او دوستانه تعلقات ولري، وويل: د ايران اسلامي جمهوريت باوري دے چې په اسلامي امت کښې اختلاف او بېلتون د هيچا په ګټه چاره نه ده او په دې لړ کښې په سيمه کښې د صلحې او ثبات د پراختيا لپاره د پاکستان له هلو ځلو څخه پوره هرکلے کوي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 13, 2020 05:03 Asia/Kabul
  •  ايران له پاکستان سره د دوستانه تعلقاتو مضبوطيه غواړي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر بېګا په تهران کښې د پاکستان د خارجه وزير په کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې ايران غواړي د سيمې له ټولو هېوادونو سره نزدې او دوستانه تعلقات ولري، وويل: د ايران اسلامي جمهوريت باوري دے چې په اسلامي امت کښې اختلاف او بېلتون د هيچا په ګټه چاره نه ده او په دې لړ کښې په سيمه کښې د صلحې او ثبات د پراختيا لپاره د پاکستان له هلو ځلو څخه پوره هرکلے کوي

د ولسمشرۍ د دفتر د اطلاع رسونې د سائيټ د رپوټ له مخې ډاکټر حسن روحاني په دغه کتنه کښې د سيمې حساسو حالاتو ته په اشارې سره وويل، په اوسنيو حالاتو کښې ټول پکار دي په سيمه کښې د صلحې او قرارۍ د ټينګولو او د تاوتريخوالي د کمولو لپاره له يو بل سره ملګرتيا وکړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر په دې باندې په تاکيد سره چې په سيمه کښې جنګ او تاوتريخوالے خطرناک کېدې شي وويل، ايران له خپلو ګټو څخه د دفاع لپاره په پوره چمتووالي سره هيڅکله په سيمه کښې د جنګ اور غرغنډه کول نه غواړي.

د ايران ولسمشر همدارنګ د تهران او اسلام آباد د تعلقاتو د پراختيا او ژورتيا په اهميت باندې په تاکيد سره زياته کړه، د ايران او پاکستان پولې پکار دي صلحې او دوستۍ پولې وي او پکار دے اجازه ورنکړو چې ځينې ترهه ګرې ډلګۍ د دواړو هېوادونو پولې ناامنې کړي.

روحاني جنرل قاسم سليماني د شهادت او مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو د پېښې په اړه د پاکستان د حکومت د خواخوږۍ له څرګندولو څخه په قدرونې سره وويل، دغه دوه دردناکې پېښې چې رامنځته شوې يوازې له ايران سره تعلق نه لري بلکه په دې  غمونو کښې نور هېوادونه هم شريک دي.

روحاني زياته کړه، د امريکې او سپينې ماڼۍ سرمشران او صهيونېسټ رژيم د داعش په شمول د ترهه ګرو د سرغنه ؤ ترڅنګه دوه ډلې وې چې د سردار سلېماني په شهيدېدو خوشحالې شوې او په مقابل کشې هغه خلق چې په سيمه کښې صلحې او قراري غواري غمجن او خفه شول.

شاه محمود قرېشي هم په دغه کتنه کښې د جنرل قاسم سلېماني د شهادت او د مسافر وړونکې الوتکې د غورزېدو د پېښې د تسليت په ويلو سره وويل، د جنرل سلېماني وژلې ډېر شاک رامنځته کړ.

د پاکستان خارجه وزير همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چې هېواد يې اجازه نه ورکوي چې خاوره يې د نورو هېوادونو په تېره بيا د ايران لپاره د کواښ په توګه استعمال شي وويل،  پاکستان د ايران  لپاره ځان د صلحې او ثبات شريک بولي.